Homeخبرونهد هرات ـ مزارشریف رېللارې د لومړۍ برخې د تمویل په اړه...

د هرات ـ مزارشریف رېللارې د لومړۍ برخې د تمویل په اړه خبرې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) په افغانستان کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د ایران د رېلارو د تمویل برخې له مشر نورالله بیرونوند سره د هرات ـ مزارشریف د رېللارې د لومړۍ برخې د جوړولو د تمویل پر طرحې خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات ـ مزارشریف رېللار۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له مهمو بنیادي پروژو څخه ګڼل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پټلۍ به هرات د بادغیس، فاریاب او جوزجان ولایتونو له لارې له بلخ سره ونښلوي.

د ایران سفارت وايي، د دې رېللارې له جوړېدو سره به د افغانستان د لوېدیځو او شمالي ولایتونو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، په دې مسیر کې د مالونو او مسافرو د لېږد زمینه هم اسانه شي.

ایران له له څو کلونو راهیسې له خپلې پولې تر هرات ښاره د رېللارې پر جوړولو بوخت دی او غواړي چې دا رېللار د ازبکستان او تاجکستان تر پولو وغځوي.

ایران همداراز هیله لري چې د افغانستان له لارې له چین سره هم راکړه ورکړه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...