Homeخبرونهد پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د پي ټي آی د ۲۴...

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د پي ټي آی د ۲۴ غړو د پاسپورټونو د بندولو امر کړی

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ملي او ایالتي اسمبلۍ د ۲۴ غړو د پاسپورټونو د بندولو امر کړی دی.

محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي، اسد قیصر، شهرام تره‌کي، شاه احد، شیر علي ارباب، محمد اقبال افریدي او ډاکټر امجد علي د پاسپورټونو د بندولو حکم هم صادر کړی دی.

د جنید اکبر، شاهد خټک، زبیر وزیر، عمر ایوب، ارشد عمرزي، زر عالم، میا عمر، اختر خان، همایون خان، ریاض خان، عبدالکبیر خان او طفیل انجم پاسپورټونه هم د محکمې د حکم له مخې بندېږي.

همداراز، د آصف محسود، عجب ګل، محمد عثمان، بابر سلیم سواتي، عرفان سلیم، وکیل علي زمان او ملک شهاب د پاسپورټونو د بندولو امر شوی دی.

دا حکم د ۲۰۲۴ کال د نوومبر د ۲۶مې د اعتراضونو په قضیه کې صادر شوی دی. په همدې قضیه کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۱۲ غړو او د ملي اسمبلۍ د درېیو غړو د نیولو حکمونه هم صادر شوي دي.

د پي ټي آی د مشرانو او پلویانو د نیولو حکمونه د اسلام‌اباد د کوهسار پولیسو په ۱۰۳۳مه قضیه کې صادر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...