جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

شحمیات ( غوړي، Fats):

شحمیات د غذايي موادو مهمه برخه ده او د انسان بدن غړي ورته اړتیا لري. شحمیات یا غوړي رازـ راز ډولونه او له بېلابېلو لارو څخه جوړيږي .

شحمیات د انرژي سترې سرچینې ګڼل کېږي او د سانتی ګراد په ۲۰ درجو کې جامد وي ( خواړه او روغتیا: ۱۰ مخ)، شحمیات به درې ډوله ډلبندي شوي دي یعنې :۱ـ ترای ګلسیراید۲ـ فاسپولیپید ۳- کولسترول.

د بدن ډېر شحمیات ۹۹٪ په نسجي انساجو کې د ترای ګلسیراید په ډول زیرمه کېږي او په یو نورمال شخص کې شحمي انساج د بدن د وزن ۱۰-۱۵ سلنه جوړه وي.

شحمیات هم اسیدونه لري چې شحمي اسیدونه په دوه ډوله ویشل کېږي ۱ـ مشبوع ۲ـ غیر مشبوع باندې. شحمي اسیدونه په نباتي تیلو کې او مشبوع شحمي اسیدونه په حیواني تیلو کې زیات موندل کېږي. (خواړه او روغتیا: ۱۱مخ)اړین شحمي اسیدونه هغه اسیدونه دي چې د انسان په بدن کې نه جوړیږي او باید یوازې د خوړو له لارې واخیستل شي چې مهم یې لینولیک اسید دی (خواړه او روغتیا :۱۲). د اړینو شحمي اسیدونو عذايي سرچینې عبارت دي له تیل، جوارو تیل، د لمرګلی تیل، د سوبا لوبیاو تیل، د کونځلو تیل، زمیني خسته، د اوري د داني تیل، د خرماو تیل، غوښه، هګۍ او د ماهي تیل او داسې نور.

موږ کولای شو چې شحمیات د لاندې غذايي سرچینو څخه ترلاسه کړو:

په سر کې دغه سرچينې په دوه برخو یعنې په حیواني او نباتي سرچینو ویشل کېږي.۱ـ حیواني شحمیات: د حیواني شحمیاتو سرچینې عبارت دي له غوړي، کوچ، شېدې، پنېر، هګۍ، د غوښې او ماهي شحم.

۲ـ نباتي شحم:

د ځینو نباتاتو په دانو کې شحم شته لکه زمینې خسته جات، شړشم، کنځل، کوپره، او داسې نور دا ټولو شحمي سرچینې شمېرل کېږي له دې پرته په حبوباتو، لوبیاو مغزیاتو او سبزیجاتو کې هم موندل کېږي همدا ډول د انسان بدن کولای شي چې له  کاربوهایرایتونو څخه هم شحم جوړ کړي. ( خواړه او روغتیا:۱۳ـ ۱۴مخ).

د شحم دندې:

شحم په زیاته اندازه کالوري تولیدوي یعنې شحم انرژي تولیدونکي خواړه دي د انرژي د تولیدو سره بېره په شحمو کې حل شوي ویټامینونه هم لېږدوي، د بدن د احشاو لکه: زړه ، پښتورګو او کلمو د تغذې سبب هم ګرځېږي ، د پوستکي لاندې شحم د یخنۍ په موسم کې له یخ څخه د وجود  د ژغورنې عملیه ترسره کوي. کله چې په خوړو کې شحم نه وی غذا او خوراک خوند نه لري. (خواړه او روغتیا: ۱۴ مخ).

یو شمېر شحمیات شته چې له خپلو اصلي سرچینو څخه بیلېږي لکه: غوړي کوچ له شېدو څخه او ځینې د تېل لرونکو دانو او مغزیاتو څخه چې په ورځېنیو خوړو کې موندل کېږي، خو یو شمېر شحمیات چې په سترګو نه لېدل کېږي هغه په خوړو کې لکه لوبیا، مغزیاتو، شېدو، هګیو او داسې نورو کې وجود لري (خواړه او روغتیا: ۱۵مخ).

په خوړو کې د شحم نشتوالی هم انسان کمزوری کوي او یو ډول ناروغي رامنځته کوي، خو برعکس که زیات وخوړل شي هم انسان په خطر ناکو ناروغیو اخته کوي، چې اوسمهال زموږ په هېواد کې ګڼو کسانو دې خواته بشپړپام اړولی چې د ډېرو غوړو شیانو له خوراک نه ډډه کوي او اوسمهال حتی په ځینو کورنیو کې ماشومان هم پوهېږي چې د غوړیو ډېر استعمال یا خوراک د انسان د ناروغۍ او بدرنګوالۍ سبب ګرځېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب