تاند: ( چار شنبه، د سرطان لومړۍ) د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې، راغلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو ډېر هغه افغانان ژوند کوي چې د اقتصادي او سیاسي لاملونو له کبله له افغانستانه کډه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې یوازې 1.4 ملیون میلیونه یې په رسمي توګه ثبت شوي دي.
د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د سیمه ییزې ادارې مرستیالې، دنوشیکا ډیسانایاک وویل: «په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالو بې غوري ډېره د اندېښنې وړ ده. دغه کسان نه خپل هېواد ته ستنېدلای شي او نه هم په پاکستان کې دایمي پاتې کېدلی شي. دوی په یوه ناشونی حالت کې بند پاتې دي چې له هغې څخه د وتلو لاره نشته. د اوسیدو مبهم وضعیت او د پناه غوښتنې یا دریم هیواد ته د تګ ستونزمن پروسې دوی ډیر زیان منونکي کړي دي.»
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو واکمنانو پرون په یو لړ مراسمو کې له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او له هېوادونو یې وغوښتل چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي.
په وروستیو میاشتو کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د کراچۍ په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې له توقیف ځایونو سلګونه کډوال نیولي او بېرته یې هېواد ته استولي دي.
طالبان ادعا لري، چې افغانانو ته یې بشپړ امنیت او د هوسا ژوند فضا برابره کړې، خو منتقدان یې دا څرګندونې ردوي او وایي، چې د دوی له لاسه هره ورځ زرګونه افغانان هېواد پریږدي او دا د افغانستان د بحران د ژوریدو نښه ده.
سوال داده چې دا ځورول پدی ۴۵ کې د پاکستان له لوري روان دي مګر نړیوال سازمانونه اوس خبر شول یا غواړی چې افغانانو ته ځانونه داسې وښآیی چې نړیوال سازمان د هر چا په اړه غږ پورته کوی خو سوال دلته دا پیدا کیږی چې پآکستان، امریکا، برتانیی ، فرانسی او روسیی، ایران کوم ظلمونه او تجاوز په افغانانو کړی ولی په نړیوال ملګری ملتونو کې د بحث په اجندا کې نه شاملوی ترڅو پوه شي چې ظلم او تجاوز امریکا او غربی او شرقی ابرقدرت هیوادونه هم کوی او پخوا یی کړی دي دا پدی معنی نه چې هر څوک ظلم کوی ښه کوی مګر یوه ورځ داسې هم راتلونکې ده چې د ظالم د ظلم پوښتنه ترینه کیږي چې هلته بیا دا معنا نلری چې د ملګری ملتونو غړي هیوادونه د امریکا او غرب په اشاره چلیدي او دوی فرمان او حکم ته کتل، کیداي شی اوس پوښتنه ستونزمنه وی مګر یوه ورځ به آسانه شي
انشأ الله