Homeخبرونهد دوه کلنې طالب واکمنۍ دویم قصاص؛ لغمان کې یو کس ووژل...

د دوه کلنې طالب واکمنۍ دویم قصاص؛ لغمان کې یو کس ووژل شو

تاند: ( چار شنبه، د سرطان لومړۍ)  د طالبانو  سترې محکمې په لغمان کې د هغه کس د قصاص خبر ورکړی، چې د څو تنو په وژلو تورن و.

ویل شوي، چې پر دغه کس د طالبانو درېیو محکمو د قصاص پریکړه کړې وه او دا پریکړه د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله هم تایید کړې وه.

د یاد شوي کس د قصاص د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو څه موده مخکې د داسې سزاوو د صحنې پر رسنیز کیدو بندیز اعلان کړ.

تر دې مخکې، د ملا هبت الله په امر په فراه کې هم یو کس قصاص شوی و.

د هغه قصاص، د یوه وژل شوي کس د پلار په لاس، د کلاشینکوف په ډزو شوی و.

د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي وو، چې قصاص شوي کس، د ډزې کوونکي سړي زوی وژلی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دوی قضایي سیستم او کړنې یې د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو بنسټونو سختو نیوکو سره مخ دي، خو طالبان له خپلو دغو کړنو دفاع کوي او د « اسلامي شریعت» د تطبیق ښه تمثیل یې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...