جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملاهبت الله: د محکمو له پریکړې پرته د چا د مجازاتو او...

ملاهبت الله: د محکمو له پریکړې پرته د چا د مجازاتو او عکاسۍ حق څوک نه لري

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)  د طالبانو د مشرتابه د تازه حکم له مخې، دوی ته امر شوی، چې هیڅوک د محاکمو له فیصلې پرته چا ته د سزا ورکولو او بیا يې د عکاسي کولو حق نه لري.

ملا هبت الله ته په منسوب دغه حکم کې ټولو طالبانو ته ویل شوي چې هیڅوک اجازه نه لري، د محکمې له حکم پرته څوک په لښتو، دورو او کېبل ووهي او يا کوم بل ډول تعذيب ورکړي.

په یاد حکم کې همدارنګه زیاته شوې، طالبان چی کله څوک اسیران کړي، هغه که سیاسي بنديان وي يا جنابي؛ د محکمې له پرېکړي پرته د سزا ورکولو حق نه لري.

سرچینې همدارنګه ویلي، چې هیڅوک اجازه نه لري چې د سزا د تطبيق جریان عکاسي کړي يا ورڅخه ويډيو وکړي.

په حکم کې د پورتنیو سپارښتنو متخلفين مجرمین ګڼل شوي او اړوندو مسوولینو ته يې د نیولو او قانون ته د سپارلو دنده ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري د خپلو مخالفانو او نورو خلکو د نیولو، مجازات او ورسره د ناوړه چلند راپورونه په زیاتیدو دي.

تازه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر طالبانو له دې اړخه توندې نیوکې شوي، خو طالبانو دغه نیوکې رد کړي.

1 COMMENT

  1. خپله دې ځان پټ کړی او په سوړه ننوتی يې او شريعت په خلکو تطبيقوې؟
    په کار خو دا ده چې ته هم راښکاره شې. دا به سخته وي او تر څو به د پيشو پرک (خفاش) په څېر له رڼا پټ او په تيارو کې ژوند کوې. هغه خو دومره کولی شي چې د شپې ماښام راښکاره شي او آخوادېخوا والوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب