Homeخبرونهکرزی: له هېواده د تحصیل کړو ځوانانو وتل لویه ضایع ده

کرزی: له هېواده د تحصیل کړو ځوانانو وتل لویه ضایع ده

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د یو شمېر ولایتونو له ځوانانو سره د لیدنې پرمهال، له هېواده د ځوانانو او په ځانګړي ډول تحصیل کړو هغو پر وتو اندیښنه ښودلې ده.

د کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي: په دې کتنه کې د ملي يووالي او ملي يووالي پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ د ځوانانو په ځانګړې توګه د زده کړې او تحصيل په برخه کې د شته ستونزو په باب خبرې وشوې او له هېواده د لوستو ځوانانو او علمي کادرونو وتل یوه لویه ضایع وګڼل شوه.

کرزي او ورسره لیدلو ځوانانو د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د ژر پرانیستلو غوښتنه هم کړې او ویلي، چې ځوانان دې هېواد کې پاتې او په ودانولو کې یې ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د مهاجرت نړیواله ورځ ده او افغانستان ورځ تربلې د زیاتو مهاجر لرونکو هېوادونو په کتار کې دریږي.

د طالبانو لخوا د واک انحصار، غیر طالبو افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو سره د دوی ناوړه چلند او له حقونو یې محرومول د اقتصادي او بشري ناورین ترڅنګ له هېواده د میلیونونو افغانانو د وتو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. د کرزی مېلب خو به مارشالان او جنرالان وي او که نور څه! کرزی ته چوپه خوله بهتری ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...