یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: طالبان دې د ښځو پر وړاندې پر بنديزونو له سره غور...

پاکستان: طالبان دې د ښځو پر وړاندې پر بنديزونو له سره غور وکړي

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)   د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې د پاکستان استازي “زمان مهدي” ویلي، چې دغه هېواد د اسلامي همکاریو د سازمان له دریځ سره سم، د ښځو پر زده کړو او کارموندنې د طالبانو بندیز د منلو وړ نه بولي او پر دې موضوع د بیا غور غوښتنه کوي.

  نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر خپلو محدودیتونو له سره غور وکړي او د هېواد د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره سم د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو او کار په برخه کې مساوي لاسرسی رامنځته کړي.

د “ډان نیوز” د راپور له مخې، د پاکستان استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ته هم پام وکړي.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې په افغانستان کښې د بشری حقوقو وضعیت لا هم د جدی اندیښنې وړ دی، دغه بشری ناورین چې د دغه هیواد خلک په کې ګیر دی، د نړیوالې ټولنې ورته پاملرنې ته اړتیا لری.

د پاکستان استازي همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي او له ۲۰ میلیونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه: له بده مرغه بشري مرستو او د افغانستان د کمزوري اقتصاد د ساتنې اړتیا ته د شورا په راپور کې کافي پاملرنه نه ده شوې.

پر طالبانو د ښځو د حقونو د پراخ نقض له امله بیا- بیا نیوکې كیږي او نړیوال فشارونه موجود دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرونۍ غونډې او په ځانګړي ډول د افغانستان د بشري حقونو له وضعیت څخه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ راپور د واقعیتونو خلاف او د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي دي.

2 COMMENTS

  1. ډیره ډیره مننه د پاکستان د پیرزوینی څخه کومه چی د افغانانو په هکله ئی لری هههههههه.
    خبره خو دا ده چی:
    د ابلیس د مدرسی تکړه شاګرد ( وینسټون چرچیل ) د دوهمی نړیوالی جګړی څو ورځی وروسته د انګلیس په پارلمان کی د وینا لپاره چمتو سو. پداسی حال کی چی د جګړی د بریالیتوب او همدارنګه د وِسکی په نشه کی لږ غوندی ډوب ۇ د وینا لپاره له ځایه وپاڅید، هیر ئی وه چی د پتلون ځنځیر وتړی، د پارلمان انضباطی ښځینه څارونکی ور نژدی سوه او په ټیټ ږغ ئی ور ته وویل:
    د پتلون ځنځیر دی پورته که!. چرچیل په لوړ ږغ ور ته وویل:
    « مړ مرغه د قفس څخه نه تښتی ».
    نو داسی کیسی دی د چرچیل لمسیانو پاکستانیانو.

  2. زما په نظر پدی اړه باید د اوسنې نظام د امر باالمعروف وزارت چارواکې باید ځواب ووايي چې پاکستان څه کاره ده چې د افغانستان په اړه د امریکا لپاره لابیګیری کوی نو موږ افغانان پوهیږو او خپلې چاری، پاکستان پوهیږی خپل هیرا منډیی او لاډمی کالي قانون او انګریز او امریکا ته چاپلوسی یی، آیا پاکستان په رښتیا د ښځو او بشر حقوق ته ژمن دي تاسو ولی افغان مهاجر زورونه روانه کړی بیا تاسې ولی په وزیرستان کې عام ولس وواژه او تاسو همدارنګه د عمران خان خبرو ته ولي غوږ نه نیسی تاسو ولی د پښتنو مشروع حقوق نه ورکوی هغه پښتانه او بلوڅ ځوانان چې ۲۰ کاله د تاسو د پوځ او استخباراتو له لوری نیول شوی ولی ددې هیواد د حقوق بشر چارواکې ورباندی غږ نه کوی ټول نړی موږ ته وایی چې دا کار مو داسې کړی او دا کار مو سم نده مګر هند، چین، اسراییل او پاکستان او ایران ته اوهمدرانګه برتانیی او امریکا، فرانسی ته څوک هیڅ هم نه وایی ځکه دوی بشر حقوق مراعات کړی دی تنها افغانان پاتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب