یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد ملګري ملتونه او لویدیز بنسټونه د دوی خلاف په پراخ پروپاګند...

مجاهد ملګري ملتونه او لویدیز بنسټونه د دوی خلاف په پراخ پروپاګند تورن کړل

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد دا ځل د رژیم په اړه یې د ملګرو ملتونو سازمان او لویدیز بنسټونه په پراخ پروپاګند تورن کړل.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي:«د ملګروملتو اوځینو نورو غربي نهادونو او حکومتونو له آدرسه زموږ په ضد پراخ پروپاګند روان دی، د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنېټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقائقو سره سر نه خوري.»

نوموړي د بشري حقونو د پراخ نقض په اړه نړیوالو اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي:« په افغانستان کې اسلامي قوانین پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.»

د طالبانو رژیم تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې تورن شو، چې د ښځو د ځپلو لپاره تبعیضي سیاستونه لري.

طالبان په دې اړه او نورو مواردو کې تل د نړیوالو او خپلو داخلي منتقدانو نیوکې پروپاګند بولي او ردوي.

شنونکي بیا باور لري، چې برعکس طالبان په ناسمو تبلیغاتو پر خپلو غلطیو پرده اچوي او د ښځو په ګډون یې د افغانستان د پراخه برخه خلکو حقونه نقض کړي او دوی یې یرغمل نیولي.

د طالبانو منتقدان پوښتنه کوي، چې آیا له افغانستان پرته نوره ټوله نړۍ کاپره ده او هیڅ اسلامي هېواد نشته، چې یوازې دوی نجونې له زده کړو، ښځې له کار منع کړي او د نورو خلکو پر ژوند یې پراخ محدودیتونه لګولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب