Homeخبرونهکابل کې تښتول شوی ترکی انجینر بیرته خوشې شو

کابل کې تښتول شوی ترکی انجینر بیرته خوشې شو

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)  د طالبانو امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوه ترکي انجنیر د آزادولو خبر ورکړی دی.

د کابل د امینې قومندانۍ  لپاره د طالبانو د رژیم ویاند خالد ځدران په خپله ټويټر پاڼه ليکلي ، چې دغه ترکي انجنير پرون د ښار اړوند د ۹مې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی وو.

د ځدراڼ په خبره یاد کس تر تښتول کېدو وروسته د ۱۲مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو د پولیسو او استخباراتو د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغول شو.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې پېښې په تړاو یو تورن کس هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

په وروستیو کې د افغانستان له نورو سیمو هم د انسان تښتونې د پېښو د زیاتوالي خبرونه زیات شوي.

بشري او اقتصادي ناورین، پراخ فقر او بې کاري د دغو پېښو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. دا چې ملیونونه دالر په یو احتطاف احلي بیکاری لوږه یو لامل ده لعنت د وي په دې لوږه بیکاري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...