یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایټالیا کې افغان سفارت: د یونان ډوبه شوې بېړۍ کې افغان پناه...

ایټالیا کې افغان سفارت: د یونان ډوبه شوې بېړۍ کې افغان پناه غوښتونکي هم وو

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)  په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په يونان کې د مهاجرو د کښتۍ د ډوبېدو د مرګ ژوبلې په اړه د شمېرو له ورکولو پرته ويلي، چې په دې پېښه کې يو شمېر افغانان هم مړه شوي دي.

تر دې مخکې یوناني چارواکو په دې پېښه کې د وژل شویو پناه غوښتونکو ټول شمېر ۷۸ تنه اعلان کړی و.

په ايټاليا کې د افغانستان سفارت له افغانانو غوښتي چې پر انساني قاچاقبرانو باور ونه کړي او په غير قانوني او خطرناکو لارو خپل ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

سفارت په خپله اعلاميه کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د يونان له حکومت څخه د پېښې د ۱۰۴ ژوندي پاتې شويو کسانو د درملنې او پالنې له امله مننه کړې ده.

یوناني چارواکو ویلي دي چې د دې کب نیونکي کښتۍ چې تیره اونۍ د یونان په سواحلو کې ډوبه شوه شاوخوا ۷۵۰ تنه سپاره وو چې ډیری یې د پاکستان، سوریې، افغانستان او مصر اتباع وو.

پاکستان هم په دغه پېښه کې د خپلو اتباعو د وژل کېدو له امله په دغه هېواد کې ماتم اعلان کړ.

یوناني چارواکو ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره سلګونه کسان لا هم ورک دي.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب