یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد حقاني ویاند پاکستان ته د وزیرستاني کډوالو د ستنولو غوښتنه وکړه

د حقاني ویاند پاکستان ته د وزیرستاني کډوالو د ستنولو غوښتنه وکړه

تاند: ( سې شنبه، د جوزا ۳۰ مه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت او د مهاجرت له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې پاکستان ته د وزیرستاني مهاجرینو د ستنولو شرایط برابر کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبري غونډه کې وویل: «کله چې په وزیرستان کې ستونزې رامنځ ته شوې، کډوال دلته [افغانستان] ته راغلي. په طبیعي توګه، کډوال د نړیوالو قوانینو له نظره خپل حقونه لري. موږ هڅه کوو چې دوی ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړو.»

قانع زياته کړه که چيرې پاکستاني مهاجرين خپل هيواد ته ستانه نه شي، دوی به یې په افغانستان کې د حقوقو د تامينولو لپاره هلې ځلې وکړي.

تر دې مخکې ویل شوي، چې د طالبانو رژیم پاکستان سره د کړې هوکړې له مخې، د تخار دشت قلعه ولسوالۍ ته د ۳۲۰ وزیرستاني کډوالو د لېږد پلان برابر کړی.

طالبانو په مشخص ډول دغه ارقام او معلومات نه دي تایید کړي، خو ویلي چې د شمالي ولایتونو په ګډون یو شمېر سیمو ته له خوست ولایت څخه د وزیرستاني کډوالو د استولو پلان لري.

په دې اړه نیوکې شوي او ادعا شوې، چې طالبان په دې ډول غواړي شمال کې قومي ناندریو او دغه راز له شمالي ولایتونو د سیمې هېوادونو ته د خطر جوړولو لپاره کار واخلي.

  د طالبانو د رژیم وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپورونه بې بنسټه بولي او وايي، چې يوازې هغه وزیرستاني کډوال نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي، چې پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د هغوى له شتون څخه اندېښنه لري.

د مجاهد په وینا اوس مهال د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته له اوو تر اته زره وزیرستاني کډوال مېشت دي.

طالبانو یاد شوي کډوال« پاکستاني» ګڼلي، چې له امله یې توندو نیوکو سره مخ دي.

1 COMMENT

  1. کوم وخت چې افغانان د مختلفو عواملو له امله د نړۍ نورو هېوادونو ته مهاجرت کوي ، کوربه هېوادونه هغوی د خپلو هېوادونو په مختلفو سیمو کې ځای پرځای کوي او د هغوی د دوسیو او د مهاجرت د دلایلو او اسنادو د څېړلو نه وروسته د یوه افغان په توګه پناه ورکوي .
    دا نوي افغان او یا د بل هېواد مهاجر چې له بل او لرې هېواد نه هلته ورغلي ، په بله ژبه خبرې کوي ، په نوروادیانو او مذاهبو عقیده لري ، د جلد پوست یې تور ، سپین او یا ژېړ دی د هغه هېواد اصلي اوسېدونکي دا اعتراض نه کوي چې ولې مو دا کړېدلی ، مظلوم انسان زمونږ هېواد ، زمونږ ښار او کلي ته را لېږلی او دلته مو پناه ورکړېده .
    برعکس د هغو هېوادونو اصلي اوسېدونکي مهاجرو ته ښه راغلاست وایی ، خپله ډوډۍ ورسره نیمه او شریکوي . خپل کورونه او ښوونځي د هغو په اختیار کې ورکوي او د انساني همدردي په اساس هغوی ته د کار ، تحصیل ، وړیا روغتیا او ښه ژوند زمینه برابروي . هغوی تعصب نه کوي او د هغوی په مقابل کې راز راز تبلیغات نه کوي .
    اما دلته په افغانستان کې یو شمېر هېواد وال چې که د دوی د راتګ اصلي منشاء وڅېړل شي ، یا به له بخارا ، سمرقند ، کولاب ، تاشکند ، د ایران له خراسان ، مشهد او یا له کوم عربي هېواده راغلی وی ، یا به په قوم مغل ، ازبک ، ترک ، ترکمن ، قزاق ، قرغز ، سید ، خواجه ، حضرت ، پیر ، صاحب زاده او بل وي ، خو دعوه به کوي چې تاسو مونږ ته ناقلین یا پاکستانیان راولېږل. مونږ هغوی نه غواړو . دوی په پښتو خبرې کوي ، دوی د هېواد د جنوب خلک دي ، دوی زمونږ اجتماعي ترکیب کې تغییر راولي او سل او زر رنګارنګ تبلیغات به کوي . یو نفر نه پیدا کیږي چې دوی ته ووایی ، تاسو ته خیریت دی ؟ تاته دا صلاحیت چا درکړ چې ته د خپل هېوادوال او یا کوم مظلوم مسلمان ، مهاجر انسان د ژوند او اوسېدو مخالفت کوې ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب