جمعه, فبروري 6, 2026
Home+اصلا، اصطلاح‎ | زهير سپېڅلی

اصلا، اصطلاح‎ | زهير سپېڅلی

دواړه ښځينه نومونه دي. “اصلاح” دوې څپې او “اصطلاح” درې څپې لري.

اصلاح/سمون، ښه کول، سمول، منظمول، روغه او جوړه
اصطلاح/«داسې ژبني ترکيبونه چې ټولې کليمې په خپلو اصلي معناوو نه استعمالېږي.»
د «اصلاح» جمع «اصلاحات» او د «اصطلاح» جمع «اصطلاحات»  دي.
په پښتو کي ئې جمع په «وي» او «ګاني» کېږي.
مثالونه:
ټولنيزه اصلاح د يوه فرد وظيفه نه ده؛ د ټولني د هر وګړي مسؤليت دی.
دوی ډېر اصلاحي پروګرامونه په نظر کي لري.
زموږ  ټولنه ډېرو اصلاحاتو ته ضرورت لري.
«پخواني ملي او ادبي اصطلاحات» د (ارواښاد محمد ګل خان مومند) د اثر نوم دی.
د حقوقي اصطلاحاتو کتاب مي پکار دی.
ډېر ګران- ګران اصطلاحات ئې راټول کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...