Homeخبرونهشېخ دلاور: ۵ ولایتونو کې د سمنټ جوړولو لویې کارخونې جوړوو

شېخ دلاور: ۵ ولایتونو کې د سمنټ جوړولو لویې کارخونې جوړوو

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۳۰ مه ) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور کندهار ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې په هېواد کې د سمنټو ۵ لويې کارخونې جوړېږي.

شهاب الدین دلاور زیاته کړه، چې د یادو کارخونو په جوړېدو سره به افغانستان د سمنټو له پلوه پر خپل ځان بسیا شي او د هغو سلګونو میلیونو ډالرو مخه به ونیول شي، چې د سمنټو د واردولو لپاره د هېواد څخه وځي.

د نوموړي په وینا، دغه کارخونې په هرات، کندهار، لوګر، جوزجان او پروان ولایتونو کې جوړېږي.

  اوسمهال په هېواد کې د غوري او جبل السراج سمنټو کارخونې فعالې دي، چې د طالب چارواکو په وینا، تر یوه بریده یې د سمنټو اړتیا په هېواد دننه پوره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...