یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسوداګرۍ خونې ۸ زره ښځو ته د سوداګریزو جوازونو د ورکړې ادعا...

سوداګرۍ خونې ۸ زره ښځو ته د سوداګریزو جوازونو د ورکړې ادعا وکړه

تاند:( سې شنبه ، د جوزا ۳۰ مه )   د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالې فریبا نوري چې د طالبانو تر څارنې لاندې اداره کېږي، د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ادعا وکړه، چې په ختیزو او لوېدیزو  ولایتونو کې شاوخوا اته زره ښځینه سوداګرو ته جوازونه صادر شوي دي.

  نوري وويل، دغه ښځې چې دغه جوازونه لري اوس مهال په ٩ بېلابېلو څانګو کې کار کوي.

د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په ۲۰۱۷ کال کې د افغان ښځو د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا په موخه د ۸۰۰ ښځینه سوداګرو او د فابریکو د خاوندانو په ګډون په کابل کې جوړه شوه.

مېرمن نوري زياته کړه چې دغه رياست د ښځو د فعاليتونو د پراختيا په موخه له يو شمېر کورنيو او بهرنيو بنسټونو سره تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان ښځینه متشبثینو په بلخ، کابل او هرات ولایتونو کې د افغانستان د کورنیو صنایعو نندارتونونه جوړ کړي دي چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر کار او فعالیتونو د بندیزونو سربیره یې د زیات پام ځانته اړولی دی.

دا ادعاوې په داسې مهال دي، چې په افغانستان کې ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په ډېرو دولتي او نږدې ټولو غیر دولتي ادارو کې د طالبانو له خوا له کار کولو منع شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د داسې خبرونو خپریدل، تر ډېره د دوی تر فشار لاندې تنظیم شوي تبلیغات ګڼل کیږي.

پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د طالبانو رژیم د ښځو خلاف د تبعیضي سیاستونو په لرلو تورن شو.

د طالبانو رژیم داسې ادعاوې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب