یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو غونډه؛ طالبان ښځو سره پر تبعیضي چلند تورن شول

د ملګرو ملتونو غونډه؛ طالبان ښځو سره پر تبعیضي چلند تورن شول

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۳مه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو استازو د طالبانو پر رژيم غږ وکړ چې ژر تر ژره په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي.

په دې غونډه کې چې نن (دوشنبه، د غبرګولي ٢٩مه) په ژنيو کې جوړه شوې وه، د افغان ښځو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړيوالې ټولنې پر بې غورۍ نيوکه وکړه او ويې ويل چې افغان ښځې له نړيوالې ټولنې څخه د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې نادي الناشف د ښځو د حقونو او آزادیو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو منفي اغېزې وګڼلې او ویې ویل، چې د طالبانو دغه کړنلاره د دې لامل شوې، چې ډېر شمېر ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي.

هغې وویل، طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د ښځو حقونو ته د “شریعت په چوکاټ کې” درناوی کوي، خو په بېلابېلو برخو کې یې د ښځو حقونه محدود کړي دي.

د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار پر ممانعت او محدودیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې مسلې د بشري بحران د مدیریت په چارو کې د پام وړ اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په دې غونډه کې وویل چې دغه اداره باید نه یوازې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنو ته غوږ ونیسي، بلکې د دوی د حقونو او ازادۍ د ساتنې او بیارغونې لپاره دې په خپل وس کې هر څه وکړي.

هغه د نړیوالو معیارونو سره سم د تدریسي موادو سره د ټولو ښوونځیو/ښوونځيو پر پرانیستلو، د ټول شموله حکومت پر جوړولو او د سیستماتیک تبعیض په له منځه وړلو ټینګار وکړ.

    بینیټ له غونډې بهر، په یوه مرکه کې د “افغانستان د نجونو لپاره د تیاره راتلونکې” خبرداری هم ورکړ او ویې ویل چې هغه ویره لري چې وضعیت به خراب شي، امنیت به خراب شي او وضعیت به تر ښه کېدو مخکې لا خراب شي. هغه زیاته کړه چې د ۹۰مې لسیزې د طالبانو د تګلارې په څېر د وضعیت په لور حرکت دوام لري.

ښاغلي بینیټ په دې مرکه کې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له لوري پر طالبانو د فشار پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د دوشنبې ورځې په غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت استازي نصیر احمد اندېشه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې طالبانو په سیمه ییزه کچه د ښځو اعتراضونه ځپلي او په نړیواله کچه یې په نړیوالو ادارو کې له کار کولو منع کړي دي. .

ښاغلي اندېشه د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د راپور ورکولو د اغېزمن میکانیزم وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه بحث باید د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي اسامبله کې هم مطرح شي او د یوې تلپاتې او واقعي حل لارې د موندلو لپاره هڅې وشي. ټول شموله حکومت” باید دوه چنده شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک هم په دې سرمشریزه کې په خپله پرانیستونکې وینا کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ په ګډون د بشري حقونو د مدافعانو د چوپتیا لپاره د څو هېوادونو د هڅو په وړاندې خبرداری ورکړ او د لا زیات سیاسي ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

طالبانو د دې غونډې د تورونو  په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې داسې څرګندونې رد کړي او ادعا یې کړې، چې د ښځو حقونه یې نقض کړي نه؛ بلکې تر هر کله او هرځای ښه تامین کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولو زده کړو دروازې د افغان نجونو او له روغتیا پرته د ټولو ادارو دوازې د افغان ښځو پر مخ تړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب