یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفلپین افغانانو ته د پناه ورکولو له امنیتي پایلو اندیښمن دی

فلپین افغانانو ته د پناه ورکولو له امنیتي پایلو اندیښمن دی

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )   د فیلیپین د سنا د اړیکو د کمیټې مشرې ایمی مارکوس له امریکا سره د حکومت د هغې هوکړې په اړه اندیښنه ښودلې، چې غواړي افغان پناه غوښتونکو ته موقته پناه ورکړي.

نوموړې د دغې پناه ورکولو له امنیتي پایلو اندیښنه ښودلې او ویلي، چې ښایي هېواد کې یې تروریستي بریدونه رامنځته شي.

د هغې په باور، دغه پریکړه کولای شي په دغه هیواد کې د طالبانو او داعش د پلویانو له خوا د بریدونو خطر زیات کړي.

په متحده ایالاتو کې د فیلیپین سفیر جوز ایمانویل رومالدیز تیره اونۍ وویل چې هیواد یې د واشنګټن په غوښتنه د ځانګړي امریکایی ویزې (SIV) غوښتونکو لپاره د موقتي استوګنې لپاره په پلان کار کوي.

په امریکا کې د فیلیپین سفیر څرګنده کړې وه، چې ټول افغان غوښتونکي به یوازې د SIV د غوښتنلیک د پروسې د پرمخ بیولو په موخه په فیلیپین کې وي او که د دوی غوښتنلیک رد شي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق به نه لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، امریکا څه باندې سل زره افغانان خپلې خاورې ته ولېږدول، خو سلګونه زره نور پناه غوښتونکي، چې په امریکا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي، په پاکستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کیسونو د پروسس لپاره یې انتظار کوي.

3 COMMENTS

  1. نالت په داسې قام او داسې مردار وروسته پاتې نبوغ !چې له خپله ملکه تښتي او په بل ملک کې ځای نلري ! نالت په داسې غیرت ! نالت په هغوی چې په افغانستان کې حکومت کوي خو اولس ورڅخه مرور او ترې تښتي ! څوک به دا معضله او دلیمه حل کړي ؟؟؟

  2. د اسلامی امارت امیر صاحب څخه پوښتنه
    آیا دا ولی له کوپری کومنیستی دولتونو څخه یو تن هم دمجاهدینو اسلامی امارت ته چی شرعیت بکی چلیږی نه راځي خو ټول د مرګ په لارو له اسلامی امارته تښتي ؟

  3. که چیری امریکا، کاناډا او اروپایی هیوادونه له پاکستان څخه خپلو هیوادونو ته د افغانانو د لیږلو پلان ولري نو مطمئین اوسئ چي پاکستان ۹۰% نوي فیصده پکي خپل د خیبر پښتونخوا پښتانه او د بلوچیستان هزارګان او پښتانه پکی استوي چی د پااکستان د استخباراتو یا آی اِس آی سره تړاو لري او تل پاکستان ته ډالر او یورو استوي او پدې ډول د پاکستان له اقتصاد سره ډیره زیاته مالي او له استخباراتو سره هم استخباراتي او مالي مرستي کوي.
    همدا کار یی له تیرو دیرشو کلو را پدیخوا په سویډن، ناروې، دنمارک او فینلند کي کړی دی.
    همدا اوس د سویډن د اوریبرو په ښار کي اتیا فیصده ۸۰% پاکستاني پښتانه او لس فیصده ۱۰% د بلوچیستان هزارګان د افغانستان د مهاجرینو په نوم او تر نامه لاندې پناه اخیستې او ژوند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب