Homeخبرونهذ مجاهد: افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم هېڅ زنداني نشته

ذ مجاهد: افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم هېڅ زنداني نشته

تاند ( سه شنبه د زمري ـ اسد ۲۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د محمودشاه حبیبي په تړاو د امریکا د اندېښنې په ځواب کې ویلي چې، دوی له امریکايي چارواکو سره په مخامخ لیدنو کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم هېڅ زنداني نشته.

مجاهد ټینګار کړی چې، که محمودشاه حبیبي په افغانستان کې زنداني وای، نو دا موضوع به تر دې وړاندې حل شوې وای.

د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) تېره شپه اعلان وکړ چې، د هغو معلوماتو لپاره یې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې چې د محمودشاه حبیبي په موندلو او بېرته ستنولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) وايي، افغان‌الاصله امریکايي وګړی او د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په کابل کې خپل کور ته نږدې نیول شوی دی.

د FBI د معلوماتو له مخې، ادعا کېږي چې حبیبي له خپل موټرچلوونکي او د «اسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ کارکوونکو سره نیول شوی و.

د امریکايي چارواکو په خبره، له حبیبي او یوه بل کس پرته نور کسان وروسته خوشې شول، خو له حبیبي سره تر نیول کېدو وروسته اړیکه نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...