تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) افغانستان د دوشنبې په ورځ ایرلنډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د درې ویکټو په توپیر ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ یو ورځني نړیوال جام ته مستقیمه لار وموندله.
افغانستان له دې بري سره د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۰ وګټله؛ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
د افغانستان بری د دې لامل هم شو چې پخوانی دوه ځله نړیوال اتل ویسټ انډیز د نړیوال جام د غوراوي پړاو ته لاړ شي. ویسټ انډیز به د درېیم ځل لپاره ۵۰ اوریز نړیوال جام مستقیمه لار ونه لري. دغه ټیم په ۲۰۱۹ کال کې د غوراوي له لارې نړیوال جام ته تللی و، خو په ۲۰۲۳ کال کې یې مستقیمه لار ونه موندله او د غوراوي په سیالیو کې هم ناکام شو.
افغانستان د ایرلنډ له ماتولو وروسته د هغو هېوادونو له ډلې شو چې د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره یې مستقیمه وړتیا ترلاسه کړې. په دې ډله کې اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان او بنګلهدېش هم شامل دي. کوربه هېوادونه جنوبي افریقا او زیمبابوې هم مخکې وړتیا ترلاسه کړې ده.
د نړیوال کرکټ شورا د اصولو له مخې، د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې د یو ورځینیو درجهبندۍ اته غوره ټیمونه، پرته له کوربه هېوادونو، نړیوال جام ته مستقیمه لار مومي.
افغانستان چې په ۲۰۰۹ کال کې یې خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه، په تېرو ۱۷ کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس نور کمزوری ټیم نه بلل کېږي.
ویسټ انډیز اوس د درجهبندۍ په لسم مقام کې دی او که څه هم تر ټاکلې نېټې مخکې له هند سره دوه نورې لوبې لري، خو دومره امتیازونه نه شي ترلاسه کولی چې په مستقیم ډول نړیوال جام ته لار ومومي.
ایرلنډ هم هغه لوبډله ده چې باید د غوراوي له لارې نړیوال جام ته د تګ هڅه وکړي.
د غوراوي پړاو
د ۲۰۲۷ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې به ټولټال ۱۰ لوبډلې ګډون وکړي. پر ایرلنډ او ویسټ انډیز سربېره، د ۲۰۲۴–۲۰۲۶ نړیوال جام لیګ ۲ څلور غوره ټیمونه او د ۲۰۲۷ نړیوال جام د غوراوي پلیآف څلور غوره ټیمونه به هم پکې شامل وي.
امریکا، هالنډ او سکاټلنډ لا دمخه د غوراوي پړاو ته لار موندلې ده. عمان د ۲ لیګ په جدول کې څلورم ځای لري، خو لا یې د غوراوي پړاو ځای په رسمي ډول نه دی تضمین کړی.
د ۲ لیګ له اتو لوبډلو څخه وروستۍ څلور لوبډلې به د ۲۰۲۷ نړیوال جام د غوراوي پلیآف سیالیو ته ولاړې شي.