Homeخبرونههانا له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پایلې خطرناکې...

هانا له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پایلې خطرناکې بولي

تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۲۰مه) د هانا په نوم د بشري حقونو سازمان له ایران څخه د افغان اتباعو د ایستلو طرحې عملي کېدو ته اندېښنه ښودلې.

هانا ویلي چې، د دې بهیر دوام کولی شي افغان ښځې او ماشومان د بشري حقونو له اړخه له جدي خطرونو سره مخ کړي.

یادې ادارې ویلي چې، افغان ماشومان له هغو ډلو څخه دي چې ښايي د دې طرحې له عملي کېدو څخه تر ټولو ډېر زیان وویني.

هانا خبرداری ورکړی چې د کورنیو بېځایه شویو په ځینو مواردو کې له والدینو څخه د ماشومانو د بېلېدو، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدو او د هغو ماشومانو د شمېر زیاتېدو لامل کېدای شي چې دا مهال په ناڅرګند وضعیت کې دي.

دغه سازمان د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې.

سرچینې ویلي چې، د هر فرد د شرایطو او احتمالي خطرونو له ارزونې پرته د هغوی بېرته ستنول، کولی شي د دوی د امنیت او بنسټیزو حقونو لپاره جدي پایلې ولري.

هانا ټینګار کړی چې د افرادو د بېرته ستنولو په اړه پرېکړه باید د هغوی د شخصي او کورني وضعیت او همدارنګه د دې پروسې د احتمالي خطرونو د کچې په پام کې نیولو سره وشي.

ایران په وروستیو کلونو کې د افغان اتباعو د پېژندنې، تنظیم او بېرته ستنولو بهیر چټک کړی دی.

په ورته مهال بیا بشري حقونو بنسټونو په ځلونو د جبري ستنولو د بشري پایلو په اړه، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او زیانمنو کورنیو لپاره، خبرداری ورکړی دی، خو لا کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...