تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۲۰مه) د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی.
یادې شورا زیاته کړې چې، د ناټو غړو هېوادونو د افغانانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې هېرې کړې دي.
د دې شورا مشر، یان ایګلنډ، ویلي چې د بشري مرستو کمښت د دې لامل شوی چې مرستندویه ادارې اړمنو افغان کورنیو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو مرستې راکمې کړي.
د یادې شورا په وینا، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له شپږ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي او تر ۷۳ سلنې پورې راستنېدونکي بېکاره دي.
سرچینه زیاتوي چې د روان کال له پيله تر اوسه د افغانستان د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۲۶ سلنه برابره شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا د مرستو د زیاتوالي او په افغانستان کې د پراختیايي پانګونو غوښتنه کړې ده.
اقتصادي کارپوهان وایي، د مرستو کمښت او د راستنېدونکو افغانانو زیاتوالی د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا سختوي.
دوی زیاتوي په داسې شرایطو کې یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي؛ بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې او بنسټیزو خدمتونو لپاره دوامدارې پراختیايي مرستې هم اړینې دي.