Homeخبرونهامریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو په اړه د ۵ میلیونه ډالرو...

امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو په اړه د ۵ میلیونه ډالرو جایزه بیا اعلان کړه

تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۲۰مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو په بدل کې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې انعام بیا اعلان کړ چې د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بېرته ستنولو لامل شي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) وايي، افغان‌الاصله امریکايي وګړی او د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په کابل کې خپل کور ته نږدې نیول شوی دی.

د FBI د معلوماتو له مخې، ادعا کېږي چې حبیبي له خپل موټرچلوونکي او د «اسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ کارکوونکو سره نیول شوی و.

د امریکايي چارواکو په خبره، له حبیبي او یوه بل کس پرته نور کسان وروسته خوشې شول، خو له حبیبي سره تر نیول کېدو وروسته اړیکه نه ده شوې.

افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تر دې مخکې ویلي چې محمود شاه حبیبي دوی نه دی نیولی او په اړه یې معلومات نه لري.

د معلوماتو له مخې،محمود شاه حبیبي د ۲۰۱۷ کال له مې څخه تر ۲۰۱۹ کال تر فبرورۍ پورې یې د ادارې د عمومي رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.

حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰مه په کابل کې لادرکه شو.

امریکا د FBI په وینا، هغه له خپل موټر څخه نیول شوی او له هغه وروسته یې په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې هغه د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د دوی د ادارو په پلټنه کې داسې شواهد نه دي موندل شوي چې حبیبي دې د اسلامي امارت په بند کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...