تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۲۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر، مولوي عبدالحکیم شرعي، ویلي چې د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو عملي کول د دې کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د فعالو خیریه بنسټونو له مؤسسانو او مسؤلینو سره د همغږۍ په یوه غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او ځانګړې محکمه خپل کارونه پر اسنادو، شواهدو او قوانینو ولاړ ترسره کوي او قوانین باید پر ټولو په یو ډول تطبیق شي.
شرعي ټینګار کړی چې د غصب شویو ځمکو تثبیت او له غاصبانو او غیرشرعي متصرفینو څخه د هغو بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل غیرمنطقي دي.
د نظر خاوندان بیا وایي، د ځمکو د غصب موضوع باید د قانون، اسنادو او روڼو قضايي اصولو له مخې وڅېړل شي.
دوی وایي،که قانون پر ټولو په مساوي او بېطرفه ډول تطبیق شي، هم به د خلکو د حقونو د خوندیتوب زمینه برابره شي او هم به د قومي او مذهبي حساسیتونو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.