تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۲۰مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د مشر جاني انفانتینو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د هغه له دندې لرې کول ښايي ناسمه پرېکړه وي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې د انفانتینو د فعالیتونو ستاینه کړې او د نړیوال فوټبال په مدیریت کې یې د هغه رول مهم بللی دی.
هغه ویلي چې د فیفا د مشرتابه بدلون ښايي د دې سازمان پر راتلونکو سیالیو، کیفیت او عایداتو منفي اغېز وکړي.
د ټرمپ دغه ملاتړ په داسې وخت کې څرګند شوی چې انفانتینو د فوټبال د ځینو برخو، په ځانګړي ډول په اروپا کې، له نیوکو سره مخ دی.
د اختلافاتو یوه مهمه برخه د هغو طرحو په اړه ده چې ښايي د فیفا د سوداګریزو فعالیتونو او د نړیوالو سیالیو د عوایدو د مدیریت څرنګوالی بدل کړي.
په مقابل کې، یو شمېر کنفدراسیونونه او د فیفا غړي لا هم د انفانتینو له مشرۍ ملاتړ کوي.
انفانتینو له ۲۰۱۶ کال راهیسې د فیفا مشري کوي او ټاکل شوې چې د دې سازمان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په ۲۰۲۷ کال کې ترسره شي.
د نویو اقتصادي طرحو پر سر اختلافات اوس د نړیوال فوټبال د راتلونکي مدیریت په اړه له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.
د فیفا د مشرتابه پر سر روان اختلافات یوازې اداري موضوع نه ده، بلکې د نړیوال فوټبال له اقتصادي او سوداګریزو سیاستونو سره هم تړاو لري.
د دې برخې پوهان وایي، د راتلونکو ټاکنو تر مخه به د انفانتینو د ملاتړ او مخالفت کچه د فیفا د راتلونکي مدیریت په ټاکلو کې مهم رول ولري.