یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې...

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )  د بشري حقونو پر پراخ نقض د طالبانو د رژیم له تورنیدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت ځانګړې غونډه لري.

تمه کیږي، چې په دې غونډه کې د دغه وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه شریک او بحثونه وشي.

ویل شوي، چې یو شمېر افغان ښځینه فعالانې هم په یاده غونډه کې ګډون او ویناوې لري.

د طالبانو رژیم د بشري حقونو د نقض ادعاوې ردوي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه تازه مرکه کې وویل، چې امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې یې د بشري حقونو د تامین کومه ژمنه نه ده کړې.

طالب ویاندویانو بیا د بشري حقونو د نقض ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

له زده کړو د نجونو، له کار او ټولنیزو فعالیتونو د ښځو را ګرځول، له ټولو افغانانو د بیان ازادۍ، رایې، سیاسي او مدني حقونو سلبول او حتا تر ږیرې او لباسه یې په خصوصي حریم کې د خپلې سلیقې تحمیلول د طالب رژیم له اړخه د بشري حقونو د نقض د ادعا عمده ټکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب