Homeخبرونهایران د ریل پټلۍ برخه کې افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه

ایران د ریل پټلۍ برخه کې افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )  په کابل کې د ایران سفیر “حسن کاظمی قمي” د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو د رژيم مشر “بخت الرحمن شرافت” سره د ریل پټلۍ د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ایران د سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ د غځولو، د لارې د بشپړولو او دوام او د تعلیمي، تخنیکي او تجهیزاتو د همکاریو په اړه خبرې وشوې.

 د ایران سفارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ایران او د سیمې نور هېوادونه، چې ظاهراً د طالبانو ملاتړي دي، څارونکي یې د دوی رژیم سره د مرستو ژمنې تر ډېره ناڅيزه او سمبولیکې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...