شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر یو وار بیا د پاکستان د پوځ له لوري ونیول...

علي وزیر یو وار بیا د پاکستان د پوځ له لوري ونیول شو

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۹ مه) له شمالي وزیرستان څخه د ورکړای شویو راپورونو له مخې، د پښتون ژغورنې مخکښ مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی علي وزیر یو وار بیا نیول شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې شاهدان وايي چې علي وزیر له شمالي وزیرستان څخه اسلام اباد ته روان و چې پوځ لاره ورته ونیوله او له موټره یې کښته کړ.

د شمالي وزیرستان د پولیسو چارواکو د علي وزیر نیونه تایید کړې او ویلي یې دی چې نوموړی ورته په دوو قضیو کې مطلوب و.

دوی همداراز ویلي چې د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې په پنځو نورو مشرانو لکه منظور پښتین، ګیله من وزیر، صمدخان او ډاکتر عالم پسې هم ګرځي چې ویې نیسی.

پولیسو نن سهار د شمالي وزیرستان ټولې لارې نیولي او له هر موتر څخه تلاشي اخلي.

د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتین نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

«له پرون راهیسي پاکستاني پوځ په میرانشاه پرلت د برید کولو هڅې کوي، نن یې په لوی شمېر د پرلت کوونکو په شاوخوا پوځ او ایف سي تاو کړی دی…»

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې راپور ورکړ چې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې د پېښور څانګې تور لګولی چې علي وزیر، منظور پښتین او د پي ټي ایم لږترلږه ۴ نورو غړیو په عامو غونډو او خواله رسنیو کې د پوځ پر ضد څرګندونې کړي دي.

علي وزیر په کراچۍ کې له څه باندې دوه کاله بنده وروسته د سږ کال په فبرورۍ کې خوشي شو.

د پاکستان پوځ علي وزیر په داسې حال کې بیا نیولی او د نورو مشرانود نیونو هڅې پیل کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له یوې اوونۍ راهیسې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پریس کلب مخې ته د خپلو درو نیول شویو غړیو د خلاصون لپاره اعتراضي پرلت ته دوام ورکوي.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ دا درې غړي عيد رحمان، زکيم مداخېل او جلال وزيرستاني د تېرې میاشتې په وروستيو کې د شمالي وزیرستان په کجهوري چيک پوسته ګې ونیول شول.

3 COMMENTS

  1. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
    ګرانو وطنوالو او زوریدلو پښتونو وروڼو خبر سولم چی يو وار بیا دا تور منافق ریاست زموږ د غمګین ولس رهبر غيرت مند علی وزير نيولي دی .
    پښتون قامه اتحاد وکړه قسم په خدای دا تور ریاست ستا راتلونکي نسل غلام کړی .
    زموږ د قام هغه د بابړي واقعه نه ده هیره چی پاکستان په نوم دهغه تور منافق ریاست پر پښتنو باندې قتل عام وکړ .
    موږ به اتحاد کوو چی اول هغه ده بابړي د ظلم بدل ور څخه واخو ، زموږ هغه د بابړي د ظلم زخمونه نه دی جوړ سوي دا تور ریاست يو وار بیا زموږ پر زخمو مالګه اچه وی.
    تاریخ مطالعه کړه قومه د بابړي د واقعي د دی پاکستان بنسټ زما پر وینه اوظلم ايښودل شوی دی.
    اتحاد اتحاد اتحاد وکړه ای قامه.

  2. سلامونه،
    د ظالم ،غاصب،قاتل، منافق استبلشمنټ فاشیست فوځ او اړوند پروژې ېې د پشتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو په بیا بیا نیولو سره غواړي په لراوبر افغان وطن کښې او د ځوانانو مینځ کې دهشت خپور کړي او وې ډاروي؛خو دا پر انګریزي-عربي او چاینایی پیسو مست ځناور نه له اسلامیت خبر دي نه له انسانیت او بشری حقونو او د پښتونولي خو ازلی او ابدی دشمن دي؛
    څو ورځې مخکې د عمران د پلویانو کړنې ېې هیرې سوېې،اوس ېې ېله زور له سوله ایزو او بې وسلو پي ټي ایم نه باسي؟؟؟ دا ارمان به دوی ګور ته یوسي. قام راویښښدی خو رهبران په یوه خوله او یو موټی نه دي؛
    دا ټول فسادونه د څارګرو ادارو او جي اچ کیو دي. آخر به له بلوڅخوا نه ورته بل بنګلهدیس او له پښتونخوا او فاټا نه لوی افغانستان جوړیږي که ط ط د تش په نامه پوک ایستېن جنایتونه د دوی د بڼسټ ایښودونکو او پر امریکی او ټلوالو ې خرڅونکو پوهه شي!!
    وزیرستانیان خپل پور غواړي
    تور پنجابی ابن ابلیس لا نور غواړي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب