تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۹مه) ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې افغان طالبانو د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د بیا خبرو لپاره هڅې پیل کړي دي.
ایکسپریس تریبیون، چې د پاکستان پوځ ته نژدې ورځپاڼه ده، وايي چې د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمنځ د بیا خبرو د پیلېدو په هدف د قبایلي مشرانو یوې جرګه ګۍ د پاکستاني طالبانو د تحریک له مشر سره کتلي دي.
که څه هم تراوسه پورې هیڅ خوا دا هڅې تایید یا رد کړي نه دي خو ایکسپریس تریبیون د خپلو سرچینو پر اساس ادعا کوي چې د قبایلي مشرانو جرګه ګۍ په وروستیو کې د ټي ټي پي له مشر نور ولي مسید سره کتلي او هغوی یې هڅولي چې د پاکستان له پوځ سره بیا خبرو ته کښېني.
ورځپاڼه په عین حال کې د یوه پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستی، په قول ویلي چې د پاکستاني طالبانو په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې کوم تغییر نه دی راغلی او اسلام اباد نور له ټي ټي پي سره د خبرو لټه نه کوي.
دغه پاکستاني چارواکي، چې په نامعلوم دلیل یې ورځپاڼې نوم نه دی یاد کړی، ویلي چې له ټي ټي پي سره د اسلام اباد د خبرو لومړی شرط دا دی چې دا ډله باید لومړی خپلې وسلې پر مځکه کښېږدي او تسلیم شي.
یوې بلې سرچینې بیا ادعا کړې چې پاکستان له ټي ټي پي سره د خبرو په بریالیتوب باور نه لري نو غوره بولي چې له هغوی سره د مخامخ خبرو پر ځای د افغان طالبانو له لارې خبرې وکړي.
طالب خو د پنجاب غلام ده دده په طاغوتي اسلام د خره ډ وم 😡🤮🐏