جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاکوم خواړه د مغزي سکتې له مخنیوي سره مرسته کوي؟

کوم خواړه د مغزي سکتې له مخنیوي سره مرسته کوي؟

لیکنه: م ناصري

څېړنو ښودلې چې سم خوراکي رژیم کولی شي د مغزي/ قلبي سکتې د امکان کچه راټيټه کړي.

د واشنګټن راډیو (wtop) په راپور کې وویل شول چې د نا اشباع شویو غوړیو، سرې غوښې، پروسس شویو کاربوهایډرېټونو سپینو اوړو ډوډۍ، سپينې وريځې…) خوړل، د ناطبیعي خوږو او ګاز لرونکو څښاکو څښل دې ناروغانو ته تاوان لري؛ خو په محدودلو سره یې خپل ژوند بچ کولی شي.

دوی کولی شي د دې خوړو پر ځای ويټامینونه، معدني مواد، فایبر لرونکي خواړه؛ لکه: ترکاري، مېوې، غلې، اوربشې‌‌لرونکي غلې او ډوډۍ، پروټين چې غوړ یې لږ وي، د کب/ماهي غوښه… ځایناستي کړي.

د مالګې او اشباع شویو غوړیو په کمولو او د غلو، ترکاريو په کارولو سره دا ناروغان کولی شي چې د وینې فشار ۱۰ درجې راټيټ کړي. د روغ او سم خوړنیز رژیم کارول د هر ډول سکتې امکانات کموي.
د نا اشباع شویو غوړیو( زیتون، ماهي…) خوړل زړه ته ګټور دي.

د زړه روغ ساتلو لپاره دغه خواړه ګټه لري: ماهي، اوربشې‌لرونکي خواړه، توت، تریخ چاکلېټ، ویټامین سي، کچالو، سره بادنجان، بادام، پسته، غوزان…، نخود، لوبیا، زیتون غوړي، مېوې، ترکارۍ، ځينې کسان قهوه هم څکي.

د مغزي سکتې مخنیوي لپاره ګټور خواړه: بادام، ويټامین اي، ماهي، اوربشې‌‌لرونکې ډوډۍ، توره/سپينه لوبیا، خوږ کچالو، توت/ بلوبري، مېوې، ترکاري، لږ غوړ‌لرونکې شیدې.

د امریکا روغتیايي بنسټونو څېړنو ښودلې د هغه کسانو چې عمر یې لوړ وي او روغتیا یې د ډاډ وړ وي، باید هره ورځي سپرین ونه کاروي، یا یې کم وخوري. تر مغزي/ قلبي سکتې وروسته د سپرین ګټې په ډاګه شوي؛ خو هغه کسان چې سن یې تر ۷۰ لوړ دی، کارول یې د داخلي خونریزي امکان ډېروي چې دا خپله وژونکې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب