دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد نړۍ په ۷ هیوادونو کې د سږو د سرطان د واکسین...

د نړۍ په ۷ هیوادونو کې د سږو د سرطان د واکسین کلینیکي ازموینه پیل شوه

تاند (جمعه، د سنبلې ۲ مه) په اوو هیوادونو کې د سږو د سرطان د لومړني واکسین د کلینیکي ازموینې له پیلېدو سره هممهاله په بریتانیا کې لومړي ناروغ ته د واکسین پیچکاري ورکړل شوه.

دا واکسین چې BNT-116 نومېږي او د بایوټیک شرکت له لوري جوړ شوی، د سږو د سرطان د خورا عام ډول د له منځه وړلو او د ودې د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

ډاکټرانو او متخصصانو د دې نوي واکسین وړتیا ستایلې اوویلي یې دي چې دا واکسین به د زرګونو انسانانو ژوند وژغوري.

د سږو سرطان هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره انسانان وژني، او په دې سرطان د اخته کسانو د ژوندي پاتې کیدو کچه په ځانګړې توګه په هغو خلکو کې ټیټه ده چې تومورونو یې وده کړې وي.

اوس متخصصان دا نوی واکسین، چې بدن ته لارښوونه کوي چې سرطاني حجرې ونیسي او له منځه یې یوسي، تجربه کوي.

د واکسین د ازموینې لومړی پړاو د اوو هیوادونو، بریتانیا، امریکا، جرمني، هنګري، پولنډ‌، هسپانیا او ترکیې په څېړنیزو مرکزونو کې پیل شوی دی.

د بریتانیا په انګلستان (انګلنډ) او ویلز کې د ورته هدف لپاره شپږ مرکزونه جوړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا واکسین به هغو ۱۳۰ ناروغانو ته ورکړل شي چې د سږو د سرطان په مختلفو مرحلو کې دي.

د دې واکسین هدف له سرطان سره د مبارزې لپاره د یو کس د معافیتي سیستم پیاوړی کول دي. دا واکسین د کیموتیراپي برعکس، چې د انسان حجرو ته زیان رسوي، په بدن کې روغو حجرو ته زیان نه رسوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د سرطان پر وړاندې د مبارزې لپاره یو واکسین ازمویل کېږي.

د دې کال په جون کې، د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې اعلان وکړ چې دوی د سرطان د شخصي شویو واکسینونو کلینیکي ازموینې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب