پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې څه ویل شوي

د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې څه ویل شوي

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د طالبانو حکومت ته د “امربالمعروف او نهي عن المنکر په نوم نوي قوانین اعلان کړل، چې په کې د ښځو پر غږونو او مخونو محدودیتونه هم شامل دي.

نوی قانون، چې د طالبانو د مشر له خوا د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۱مه د طالبانو د امریالمعروف اونهي عن المنکر وزارت ته ابلاغ شو، د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند ډېر اړخونه تر سیوري لاندې راولي.

د نوي قانون په ۱۳مه ماده کې، چې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا اعلان شوی، د ښځو د ټولو غړیو پوښل “اجباري” بلل شوي او پر اساس یې “د فتنې د ویرې له امله باید د ښځو مخونه پټ وي.”

قانون دا هم وایي چې د ښځې غږ، حتي که د قران تلاوت هم وي، “ستر عورت” ګڼل کېږي، چې د اسلامي شرعې خلاف دی او منع دی.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امربالمعروف ۱۱۴ مخیز سند او ۳۵ ماده يي قانون په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته د امریالمعروف اونهي عن المنکر په اړه د دوی د حکومت لومړنی مدون یا لیکل شوی رسمي قانون دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق د پنجشنبې په ورځ وویل چې طالبان ډاډ ورکوي چې “دا اسلامي قانون به د معروف په خپرولو او د منکر په مخنیوي کې لویه مرسته وکړي.”

4 COMMENTS

  1. دا لواتت چي ګرده وخت حتیا د شپي په جاتونوکي له جړيانو سره کوي ستاسو په اسلام کي روا ده.
    رښيا پنجاپي روزل شوي ياسته چي شرم حيا انساني شرافت ستاسي په اسلام کي نشته.
    تف لعنت د خدای په تاسي ناوليو.

  2. امام جلال الدین سیوطی (رح) در کتاب تاریخ الخلفاء خود تذکر میدهد اینکه:
    جراح بن عبدالله الحکمی والی خراسان برای امیرالمؤمنین عمر بن عبدالعزیز (رح) خط نوشت:
    مردم خراسان را عادات و اخلاق شان خراب شده است بدون شمشیر و شلاق اصلاح نخواهند شد ؛ بناء اګر امیرالمومنین اجازت فرمایند تا اصلاح شان نماییم.
    امیر المؤمنین در جوابش نوشت:
    دروغ ګفتی ، بلکه مردم به عدل و انصاف اصلاح خواهند شد.
    بناء عدل و انصاف را در میان شان حاکم ګردان ،خود بخود اصلاح خواهند شد.

  3. زه خو نه وایم خو مجبور یم چې ووایم او څه به ووایم !! ، زما خور او مور او نورو ته مې انساني حقوق نه ورکوي ، پبیګانه سپوږن انسانان زما خوندې او مندې له انسانیته باسې او حیوانات ترې جوړوي !! حقیقت څه شی دی ؟؟ که حقیقت ولیکم مقدساتو توهین دی ! نو دا څرنګه ستاسو مقدسات د ي چې له مانه ، ( انسانی حقوق اخلي ) او حیوان راځخه جوړوي !!
    دروڼ اندیو لپاره دشرم ځای دی چې حقیقتونه پټوي!! ملت باید پورته شي سپوږن وشړي پاکستاني مدرسو او خپلو چړیانو ته !

  4. طالبان له دين نه ډېر لېرې دي. دا هغه نسل دی چې د دوی زړونه ناولي او له شک ډک دي او دا د دوی په ښکاره له له ښځينه قشر نېغ په نېغه دښمني او ناباندېوالی دی چې وخت ناوخت يې ښکاره کوي او يا ورته پلمې لټوي چې ښځه له ټولنې بې برخې او په کور کښېنوي. دا د دوی خپل مرض او خپله بېماري ده چې لري، نو ښه دا ده چې دوی بايد خپل ځانونه اصلاح کړي او د ښځو پر وړاندې کرکه او نفرت لري او په کمه او سپکه سترګه ورته ګوري.

    https://www.youtube.com/watch?v=FRvxE75Vl98
    Shaykh Akram Nadwi on the ‘Awrah of the voice

    که څوک په انګليسي پوهيږي، نو هيله ده چې واوريي او ځان پرې پوه کړي چې د پنجاب د دغه بې شرمه روزل شوي پر وړاندې پوه او خبر اوسي.
    دا د پنجاب په سوړه کې پټ شغال لکه د مړز څښتن چې مړز يې په خلته کې اچولی وي او د سهار مهال يې د نورو مړزانو د نيولو لپاره له ختې راوباسي او چېغوي چې نور مړزان ورته راشي او د هغه په خپور شوي جال کې ونښلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب