چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد ایران - اسراییل د کړکېچ له کبله د افغانستان پر هوا...

د ایران – اسراییل د کړکېچ له کبله د افغانستان پر هوا د الوتکو بیروبار ډېر شوی

تاند (جمعه، د سنبلې ۲ مه) د نړیوالو الوتنو د څار اداره وایي چې د سینګاپور هوايي شرکت، بریتیش ایروېز او لوفتانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي قلمرو الوتنې زیاتې کړې دي.
د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د نړۍ کابو ټولو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه الوتنې منع کړې او د افغانستان پر ځای یې نور مسیزونه غوره کړل ځکه چې د افغانستان د هوايي لارښوونې او رادار سیستمونه یا ویجاړ شول اویا یې تخنیکي عمله له هیواده ووته.
 د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دغه خدمات تر اوسه په بشپړ ډول فعال نه دی خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي قلمرو د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي قلمرو په نسبت خوندي بولي.
د  Flightradar24 ادارې، چې په نړۍ کې د الوتکو د الوتنو مسیر څاري، یوه ویاند ایان پیچنیک Ian Petchenik وویل چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کړکېچونو له کبله له هوایي حریمونو څخه د کاراخیستو محاسبه هم بدله شوې ده او ډیری هوایي شرکتونه د امکان ترحده د خطر کمولو په لټه کې دي.
ده زیاته کړه، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوسني کړکیچ له کبله د هوايي شرکتونو لپاره د افغانستان فضا خوندي ښکاري.
د دې سازمان د شمېرو له مخې د روانې اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له هوایي قلمرو څخه د الوتنو شمیر اووه برابره زیات شوی دی.
په ایران کې د حماس د اسلامي غورځنګ د سیاسی مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ویره پیدا شوه چې ایران به غچ اخیستونکی اقدام وکړي. لا هم په دې اړه د هوايي شرکتونو اندېښنه پای ته نه ده رسیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب