پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهډاکوانو د پنجاب ۱۲ پولیس ووژل

ډاکوانو د پنجاب ۱۲ پولیس ووژل

تاند (جمعه، د سنبلې ۲ مه) د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یارخان سیمه کې د پولیسو پر موټرو د ډاکه اچوونکو په برید کې لږترلږه ۱۲ پولیس وژل شوي، ۷ ټپیان او څلور بې درکه دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پولیس چارواکو په وینا دا پېښه پرون (پنجشنبې) د رحیم یارخان په (ماچکه) سیمه کې وشوه. دا سیمه بلوچستان او سیند ایالتونو ته څېرمه پرته ده.

د دوی په وینا ډاکوانو د پولیسو پر د سپرلیو پر دوو موټرو په حمله کې له راکټونو څخه کار واخیست.

په پیل کې پولیسو د خپلو ۱۱ ملګرو وژل کېدا تایید کړې وه خو دوولسم پولیس په روغتون کې سا ورکړه.

د پنجاب ایالت اعلي وزیرې مریم نواز ویلي چې د دې برید غچ به واخلي.

په پنجاب او سند کې ډاکوان هر څه موده وروسته له پولیسو سره نښتې کوي او حتي یو شمېر سیمې تر کنټرول لاندې لري.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځلونو د ډاکوانو د ځپلو لپاره په سیمه کې عملیات کړي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب