پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+بریکس سره د افغانستان اړیکې: چیلنجونه او ګټې

بریکس سره د افغانستان اړیکې: چیلنجونه او ګټې

محمد سليم سليمان

که څه هم افغانستان په مستقیم ډول د بریکس سازمان غړی هېواد نه دی، خو د هېواد جغرافياوي او ستراتيژيک موقعيت ته په کتلو په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب د نړيوالې همکارۍ او  اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هېواد په ګټه تمامیدلی شي. بريکس (BRICS) يو نړيوال سازمان دی چې د نړۍ پنځه مهمو هېوادونو: برازیل، روسیه، هند، چین، او سويلي افریقا لخوا یې بنسټ ايښودل شوی دی چې د نړيوالې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ، او سياسي استحکام د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

د بريکس هېوادونه د نړۍ په کچه د اقتصاد په ډګر کې ډېر ستر هېوادونه دي ، چين چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد دی د بريکس له بنسټ ايښودونکو څخه دی، همدارنګه د برازيل مخ پر وده اقتصاد او د افريقا به لويه وچه کې د سويلي افريقا او په اروپا کې د روسيې اقتصاد ، ورځ تر بلې راټوکېدونکی د هند اقتصاد يې روښانه مثالونه دي. په دې سازمان کې د نړۍ پراخه جغرافيا او د نړۍ د نفوس له نيمايي څخه ډېر نفوس مېشت دي ، نو که افغانستان د بريکس د نړيوال فورم سره خپلې اړيکې پراخې کړي، نو دا به د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ او اقتصادي پانګونې لامل شي د بريکس هېوادونو سره همکاري کېدلای شي افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې پرانيزي، چې د افغانستان د اقتصاد  په پياوړتيا او خلکو ته د کارموندنې رامنځته کېدو ته زمينه برابرولای شي.

دا هېوادونه چې پورته یې موږ نومونه ياد کړل  په زيربنايي پروژو کې ډېر تجربه لرونکي هېوادونه دي. افغانستان ته د بريکس د غړو هېوادونو څخه د تخنيکي او مالي مرستو ترلاسه کول به د افغانستان د زيربناوو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. دا مرستې کولای شي په افغانستان کې د سړکونو، بندونو، بريښناکوټونو او نورو مهمو زيربنايي پروژو په جوړولو کې ګټورې تمامې شي.

بريکس د زده کړو په برخه کې هم ډېر پرمختللی سازمان دی که بريکس له افغانستان سره په تعليمي او علمي برخو کې همکاري وکړي، نو دا به د افغانستان د تعليمي نظام د پياوړتيا او پرمختګ لامل شي. د بريکس هېوادونو سره د پوهنتونونو او علمي ادارو د همکاریو پراخول کېدلای شي د افغانستان د زده‌کړيالانو لپاره د نوي علمي لارو او نويو علمي تجربو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

بريکس هېوادونه د بېلابېلو کولتورونو او ژبو خاوندان دي. د دې هېوادونو سره کلتوري او اجتماعي همکارۍ پراخول کولای شي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې او پوهې د پراختيا سبب شي. دا به د افغانستان خلکو ته نوي کلتوري تجربې او د نړۍ د نورو ملتونو سره د اړیکو جوړولو فرصتونه برابر کړي.

د بريکس د نړيوال فورم له لارې افغانستان کولای شي د سوداګرۍ نوې لارې پيدا کړي. د دې هېوادونو سره د سوداګرۍ د تړونونو لاسلیک کول به افغانستان ته د خپلو صادراتو لپاره نوې بازارونه پرانيزي او د نړيوالې سوداګرۍ په ډګر کې به د افغانستان موقف پياوړی کړي او د افغانستان د اړیکو پراخول به ورسره  ددې هېواد راتلونکی پرمختګ او ثبات تضمین کړي.

همدارنګه د بریکس د ښاروالي فورم (BRICS International Municipal Forum) هم ددې سازمان يو سب فورم (د سازمان يو ښاخ) او یو له هغو مهمو نړیوالو پلاتفورمونو څخه دی چې د بریکس هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین، او جنوبي افریقا) د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی. دا فورم د دې لپاره دی چې د بریکس هېوادونو ښارونه او محلي ادارې وکولای شي په ګډه د خپلو سیمو د پرمختګ، ښاري مدیریت، او د پایداره پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره کار وکړي. ددې فورم راتلونکې غونډه چې د روان کال د اګست په ۲۷ او ۲۸ په روسيه کې کېدونکې ده يوه سرنوشت سازه غونډه ده چې ددې سازمان په دننه کې د هېوادونو د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ، تجربو شریکولو، او د سیمیزو ستونزو حل لپاره ګډ کار کول یې د اجنډا برخه ده.

د بریکس د هېوادونو ښارونه په ګړندۍ توګه د ښاري ستونزو لکه زیاتېدونکی نفوس، د زيربناوو کمښت، او د چاپېریال د ساتنې له ننګونو سره مخامخ دي. د بریکس د ښاروالي فورم په دې موخه جوړ شوی چې د دې هېوادونو ښارونه په ګډه د دې ستونزو پر وړاندې حل لارې ومومي او خپل تجربې سره شريکې کړي.

د بريکس هېوادونو د ښارونو چاپيريال ساتنه، پایداره انرژي، د اوبو مدیریت، د کثافاتو راټولول او بیا کارول، او د شنو ځایونو جوړول د دې پروژو له مهمو برخو څخه دي. د دې پروژو په عملي کولو سره، ښارونه کولای شي د چاپېریال ساتنه او د ښاري ژوند کیفیت ته وده ورکړي.  د بریکس د ښاروالي فورم د ښارونو ترمنځ د نوې ټکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې هم خپلمنځي تجربې شريکوي. په دې برخه کې د سمارټ ښارونو (Smart Cities) جوړول او د ټکنالوژۍ په مرسته د ښاري خدماتو ښه کول شامل دي. دا نوښتونه کولای شي د ښارونو لپاره نوي او اغیزمن حل لارې برابرې کړي.  د بریکس د ښاروالي فورم د کلتوري او تعلیمي همکاریو په برخه کې هم ډېر فعال دی. په دې برخه کې د فرهنګي تبادلو، ګډو تعلیمي پروګرامونو، او د محصلانو او استادانو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډ پروګرامونه شامل دي.

د بریکس د ښاروالي فورم له پیل راهیسې، د بریکس هېوادونو ښارونو ترمنځ ګڼ شمېر همکارۍ او تړونونه لاسلیک شوي دي. دا همکارۍ او پروژې د ښاري پرمختګ، اقتصادي ودې، او ټولنیز عدالت په برخه کې د پام وړ اغیزې لرلي دي.

بریکس سره د افغانستان اړیکو په برخه کې چیلنجونه

بريکس سازمان ته له ورګډېدلو مخکې افغانستان له ځينو بنيادي ستونزو سره مخ دی چې له کلونو کلونو پخوا په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتي له امله رامنځته شوې  او د نفوسو په ډېرېدو  تر اوسه پورې ورته  اغېزمنې حللارې او اغېزمن کار نه دی شوی لکه: اقتصادي زیربناوو په برخو کې وروسته پاتې والی. ناپایداره اقتصادي وده، پر افغانستان باندې د امريکا او اروپا بندیزونه او سیاسي فشارونه، د تعلیمي او تخنیکي همکاريو کمزورتیا، د بین المللي سازمانونو نه ملاتړ او نور یې روښانه مثالونه دي.

که څه هم افغانستان کولای شي د بریکس سره د همکارۍ له فرصتونو څخه ګټه واخلي، خو یاد شوي چیلنجونه د دې اړیکو په پراختیا کې اوسمهال جدي خنډونه دي. د دې چیلنجونو حل لپاره، افغانستان ته اړینه ده چې د خپلو اقتصادي، سیاسي، او اداري سیستمونو په پیاوړتیا کې جدي هڅې وکړي، تر څو د بریکس هېوادونو سره په اغیزمنه توګه همکارۍ رامنځته کړي او له دې فرصتونو څخه د خپل هېواد په ګټه او د اقتصادي پرمختګ په پار استفاده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب