جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ که ولسمشر شوم له افغانستانه د بې ترتیبه وتلو مسوول چارواکي...

ټرمپ که ولسمشر شوم له افغانستانه د بې ترتیبه وتلو مسوول چارواکي به ګوښه کړم

تاند (جمعه، د سنبلې ۲ مه) د امریکا پخوانی ولسمشر او د سږ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وايي، که بریالی شي، نو هغه امریکایي پوځي چارواکي به له دندې ګوښه کړي چې له افغانستانه په بې ترتیبه وتلو کې ښکېل وو.

په شمالي کارولینا کې د کمپاین په یوه لاریون کې، هغه د متحدو ایالتونو پر ولسمشر جو بایډن او د هغه د ولسمشرۍ پر مرستیالې کاملا هریس، چې د دیموکرات ګوند کاندیده ده، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په خاطر انتقاد وکړ.

د امریکا پخواني ولسمشر وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د پوځیانو وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سپکوونکې پېښه وه.

ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې د امریکایانو د ملاتړ د خپلولو لپاره د افغانستان موضوع نسبتاً ډېره یادوي او ډېرې واري داسي موضوعات مطرح کوي چې حقیقت نه لري خو په امریکا کې عامه افکار تېرایستلی شي.

ده تر دې مخکې په یوه کمپایني وینا کې وویل چې امریکا پر بګرام اډه بې حده ډېرې پیسې ولګولې خو اوس دا اډه د چینایانو په لاس کې ده، یا دا چې که دی ولسمشر وای له افغانستانه به یې ټول ځواکونه نه وو ایستلي او یوه آده به یې ساتلې وه.  حال دا دی چې د دوحې موافقه د ده د ولسمشرۍ په مهال لاسلیک شوه چې پکې امریکا له افغانستانه په ۱۸ میاشتو کې د خپلو ټولو پوځیانود ایستلو ژمنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. غول خوري دا سوډر دی وه سي له ملا براخر سره تلیفوني خبرې کولې. نه یې واک ته دموکرات لیوان پریږدي.هسي دغه سوډر د خولې غمبر وهي.

  2. خادم صاحب وایې، کله چې، ستا د خبرو مقابل کې د رد ځواب سره مخامخ شي نو پوه شه چې، په لجاجت اخته یې. افغانستان هغو خرمرګو انتحاریانو ته سپارل چې، د ای آیس ای په مدرسو کې د مفعولیت فعل له زغملو سره سره روزل سوي سپارل یو منظم پلان او د دوهم پړاو اهدافو د تر سره کولو لپاره تر سره سوي. اوس دی خلکو ته باټي نه ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب