جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر له افغانستان سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې همکاری...

قطر له افغانستان سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې همکاری کوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۲ مه) د قطر سلاکار مردیف القشتی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په یوه کتنه کې وویل چې دوحه له جګړې وروسته د هیوادونو په پراختیا کې کافی تجربه لري او په دې برخه کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او قطر خلک دوستانه اړیکې لري او د هیواد چارواکي هم غواړي چې په ځانګړې توګه د افغانستان د ښوونې او روزنې او روغتیا په سکتورونو کې رغنده رول ولوبوي.

په دې کتنه کې ستانکزي هم وویل چې د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي اړیکو او بشري مرستو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

عباس ستانکزی د طالبانو په منځ کې یو له هغو چارواکو څخه دی چې د نجونو د تعلیم په ګټه یې غږ پورته کړی او ټینګار یې کړی چې نجونې باید د زده کړو اجازه ولري.

1 COMMENT

  1. قطر منحیث دوست دانا باید خپل تعاون مشروط په هغه برخو کړی کوم چي زموږ ملت ته اهم او د دې عصر مهم نیاز بلل کیږی ځکه اوسنی حکام بی تجربی او د اهلیت له قحطی سره مخ او امین مشاورین نلری او نادیده ملا نه هر کاره آفت جوړ شوی او د تجربی او تربیی ډیر اوږد پیریود ته ضرورت لری هغه هم که ځان یی تباه نکړ د ملت په ژوند فکر او خدمت به ډیره وروستنۍ خبره وی که نه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب