جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ۹۰۰ میګاواټه لمریزې او بادي انرژۍ تولید ته...

په افغانستان کې د ۹۰۰ میګاواټه لمریزې او بادي انرژۍ تولید ته د دوو شرکتونو لېوالتیا

تاند (جمعه، د سنبلې ۲ مه) د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښناوزارت وايي چې دوو شرکتونو په افغانستان کې د بادي او لمریزې انرژۍ د تولید لپاره پانګونې ته چمتووالی وښود.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملاعبداللطیف منصور د جي ایس پي او اکلتاش کمپینو له مسوولانو سره په افغانستان کې د دغو شرکتونو له لوري د ۹۰۰ میګاواټه لمریزې او بادي برېښنا په تولید کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د جي ایس پي او اکلتاش شرکتونو د ۹۰۰ میګاواټه په وړتیا له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو او د هېواد دننه د برېښنا د انتقالي مزي په پراختیا کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د انرژۍ سکتور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا په برخه کې هم له دغه وزارت سره همکاري کوي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا شرکتونه په کوم هیواد پورې تړاو لري او یا دا چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې څومره پانګونه کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب