پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeسپورتبند امیر او امو د شپږیزې په پایلوبه کې مخامخ کېږي

بند امیر او امو د شپږیزې په پایلوبه کې مخامخ کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ د نهم پړاو پایلوبه سبا (شنبې) د سهار په یوولس بجې د بندامیر ښامارانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ په کابل کې کېږي.
سږ کال د شپږیزې لیګ د اصولو پر اساس هغه دوه لوبډلې چې د نومرو په جدول کې تر ټولو مخکښې وې پایلوبې ته ووتې.
بندامیر او امو دواړو د لسو ـ لسو نومرو په لرلو سره په جدول کې اول او دویم مقام درلود.
 په دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځیني مخکښ لوبغاړي لوبه کوي. د بندامیر لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دی او ورسره ننګیالی خروټی، صدیق اتل، ریاض حسن، نوین الحق او الله محمد غضنفر په څېر نوموتي لوبغاړي موجود دي، د امو لوبډلې لوبډلمشر عظمت الله عمرزی دی او د لوبډلې مشهور لوبغاړي یې فضل حق فاروقي، عبدالمالک، ذبید اکبري، شرف الدین اشرف، اسحاق رحیمي او قیس احمد دي.
 بند امیر تر دې وړاندې هم د شپږیزې لیګ اتلولي ګټلې ده، خو امو بیا کومه اتلولي نه ده ګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب