د ډېرو كسانو په نظر د تاريخ كار دا دى چې د تېرو خلكو كارنامې او تېرې پېښې بيان كړي خو د تاريخ نامتو عالم ډاكتر مبارك علي بيا بل څه وايي. دى ليكي چې: دغه كارنامې اوپېښې پاشلې او بې ترتيبه دي. مورخ يې په تسلسل سره له يو بل سره نښلوي او مفهوم پكې رامنځ ته كوي.)
ډاكتر مبارك علي اووۀ شپېتۀ كاله پخوا (په ۱۹۴۱) دهندوستان په ټونك كې دنيا ته راغى. نهۀ كلن وو چې كورنۍ يې پاكستان ته راكډه شوه. دۀ په تاريخ كې لوړې زده كړې وكړې. په همدې علم پسې انګلستان ته لاړ او په همدې مضمون كې يې په جرمني كې دوكتورا واخيسته. ډاكتر مبارك علي ډېر كاله د تاريخ معلمي كړې ده او په دې څانګه كې يې تر اوسه پورې څلوېښت كتابونه ليكلي دي. (تاريخ او د تاريخ فلسفه) د دۀ اثر دى چې ځوان ژباړونكي محمد نويد پښتو كړى او تېر كال په درې سووه درې مخونو كې په كوټه كې د صحاف نشراتي موسسې لخوا چاپ شوى دى.
دغه كتاب د ليكوال د څوڅلوېښت مقالو مجموعه ده چې اول يې په درې بېلو كتاٰبګوټو كې چاپ وې او بيا يې په (تاريخ او د تاريخ فلسفه) كې راغونډې كړې. دى د كتاب په سريزه كې ليكي چې يو وخت ( ما فكر كاوۀ چې انسان د تاريخ څخه هيڅ زده كړه نه كوي او هغه تاريخي تېروتنې د دې خبرې روښانه ثبوتونه دي چې انسان په بېلابېلو زمانو كې تكرار كړې دي. وروسته چې ما نوره مطالعه وكړه نو دې نتېجې ته ورسېدم چې انسان د تاريخ څخه خامخا زده كړه كوي. په دۀ كې د تاريخ له لارې شعور او پراخه پوهه رامنځ ته كېږي او د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو كې دغه شعور په كار اچوي. دا خبره بېخي پر ځاى ده چې هر څوك چې له تاريخه خبر نه وي، هغه هرو مرو تېروتنې په وار وار تكراروي.)
خو ډاكتر مبارك علي په خپله يوه مقاله كې دا هم راته وايي چې:(… تاريخ تل د بريالۍ ډلې دحقونو خوندي كوونكى او ساتونكى دى. كوم خلك چې قدرت ته ورسېدل تاريخ د هغو د بېلا بېلو افعالو اخلاقي جواز ته تاويلات ولټول. كوم دينونه او مذهبونه چې قايم او پرپايه شول د هغو د خپراوي كار يې پر غاړه واخيست.)
په دې اثر كې تاريخ ته له مختلفو اړخونو كتل شوي دي. مثلا په دې بحث شوى دى چې تاريخ ګټه لري كه تاوان؟ په ظاهره خو مونږ د تاريخ په لوستو كې تاوان نه وينو مګر ډاكتر مبارك علي وايي چې د تاريخ مطالعه ممكن د كركې او دښمنۍ سبب شي ځكه تېرې بدۍ او دښمنۍ رايادوي او زمونږ په زړونو او ذهنونو كې كينې او بدبينۍ زېږوي.
د ليكوال په نظر د تاريخ ډير روښانه اړخ دا دى چې مونږ د بشر د پرمختګ او ترقۍ ننداره پكې كوو. دى د پرمختګ په ننداره كې دوه ډېرې مهمې برياوې ويني. يوه دا چې پخوانى انسان د طبيعت په مقابل كې ډېر بې وسه وو خو ورو ورو د عقل او ساينس په بركت په طبيعت غالب شو. بله لويه بريا دا ده چې پخوا به علم و پوهه د ډېرو محدودو كسانو په ولكه كې وه.
اكثره خلك په ناخبرۍ او جهالت كې ساتل كېدل او مجبور به وو چې د هغو لږو كسانو ذهني غلامي ومني خو تاريخ راته وايي چې د عام ولس د غلامۍ زنځيرونه كرار كرار مات شوي دي او اوس د نړۍ په هره ټولنه كې په عام ولس كې شعور او پوهه رامنځ ته كېږي او وګړي په خپلو حقونو خبرېږي.
ډاكتر مبارك علي د تاريخ د پرمخ تلونكي ماهيت د شرحې په وخت د امريكا د نامتو مفكر بنجامين فرانكلين دا خبره هم را اخيستې ده چې مړي پر ژونديو د حكومت كولو حق نلري. مګر انسان ډېر دود پاله دى. تېروختونه يې په زړۀ اوري او ګومان كوي چې تېرې زمانې به بهتره وې.
د كتاب مولف ليكي: د هري زمانې انسان د تېر مهال سره لېوالتيا ښيي. د دۀ ذهن د تېر مهال په طلايي او ښايسته يادونو كې وركېږي. ذهن يې د تېر مهال انځور د حال په مقابل كې ډېر ښايسته، رنګين ، زړۀ راښكونكى احساسوي. ښايي وجه يې دا وي چې انسان د حال د لانجو څخه وارخطا كېږي او غواړي په تېر مهال كې پناه واخلي. بې خبرۍ او نيمګړو معلوماتو د تېر مهال پر وجود پرده غوړولې ده. د هغۀ بد او منفي اړخونه يې زمونږ څخه پټ كړي دي. همدغه ناخبرتيا هره پلا انسان دې ته پاروي چې تېر مهال ته پناه يوسي.
د حال څخه تښتېدلى او وارخطا انسان تېر مهال ته په پناه وروړلو سره هڅې كوي چې پخوانۍ نظريۍ او روايتونه له نوي سره راژوندي كړي.)
ډاكتر مبارك علي د تېرو زمانو په اړه د ناسم او غير واقعي تصور په پيدا كولو كې مورخان هم بې برخې نه ګڼي. ځكه مورخان معمولا نه غواړي چې خپل كتاب د غمجنو حالاتو په بيان سره تريخ كړي بلكې ډېر پام يې د ښو او خوږو اړخونو بيان ته وي.
دى په پخوانو مورخانو نيوكه كوي چې يوازې د زورورو او مشهورو كسانو حال يې بيان كړى، ولس يې له پامه غورځولى دى.
دى دا شكايت هم كوي چې زمونږ تاريخ يوازې د نارينه وو تاريخ دى. البته، د دغه شي پړه په پخوانو وروسته پاته ټولنو اچوي چې د ښځې مقام يې له نارينه سره برابر نه ګاڼۀ.
د ډاكتر مبارك علي دغه كتاب په تيوريكي بحثونو سربېره ډېر داسې ټكي لري چې لوستونكى ورنه د خپلې ټولنې د پېژندلو لپاره عملي استفاده كولاى شي. مثلا دى د تاريخي تجربو په رڼا كې ليكي چې ځپل شوي او بېوزلي قامونه ممكن د حقارت د احساس د غلي كولو او د خپلې بېوسۍ د جبران لپاره په خيال كې خپل تېرتاريخ ډېر شانداره وويني او ځانونه په دې خوشحاله كړي چې زمونږ خو هر څه بهتره دي چې دغه تصور ورته ډېر تاوان كوي.
ليكوال مثال وركوي چې كله اروپايانو ترقي وكړه او پياوړي شول او د اسيا او افريقا د لاندې كولو تكل يې وكاوۀ نو: ( د اسيا او افريقا د ټولنو دا بد بختي وه چې دوى د خپل تهذيب د بشپړ منلو پر بنسټ د بدلېدونكې نړۍ سره ملتيا ونكړه. خپل روايتونه يي لوړ اونه فنا كېدونكي وګڼل. په نتيجه كې يې دا سزا وليده چې د اروپايي قومونو څخه يۍ ماته وخوړه او د هغو مستعمرې وګرځېدې.) مولف وروسته ليكي چې : ( د بدلون څخه انكار د ټولنې څخه يوه داسې لويه او درنه ډبره جوړوي چې په هر ډول حوادثو او توپانونو كې له خپله ځايه نۀ خوځېږي او ساكنه پاته وي. داسې ټولنه د وېنه خوړلي لرګي په ډول شي چې په لږ ضربه ټوټې ټوټې كېږي.)