تير: شاتير، غشی، ناوک، د غره هغه تېره څوکه چې ونې ونه لري.
[هغه پنډ او محکم لرګي چي پر چت ئې ږدي، تير ورته وايي. تيران ئې جمع دي.]
د کوټې تير راباندي پروت وای
راباندي نه وای د زاړه سړي لاسونه
تېر: پخوانی، مخکنی، لاړ، اوړېدلی.
تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی
مړ چا نه دی ژوندی کړی په ژړا
رحمان بابا
د «تېر» ښځينه شکل «تېره» ده.
تېر کال تېره ورځ
تېر وختونه تېري شپې
د «تېر» مغيره شکل هم «تېره» راځي؛ لکه:
ارمان- ارمان تېره ساعته
بيا به رانشي که ملنګ درپسي شمه
«تېرْه» بيا صفت او ضد ئې «پڅ» دی. که پر اوله څپه ئې خج شي، د پخواني، تللي او لاړ معنا لري او که پر دويمه څپه ئې خج راشي؛ بيا د تېز او د پڅ ضد معنا ورکوي؛ لکه:
تْېره زمانه تېرْه چاړه
چاړه تېره کئ ما له ئې راکی
وعده خلاف جانان نه ژبه پرې کومه