پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهله دندې د آصف علي دُراني ګوښه کېدل او د زلمي خلیلزاد...

له دندې د آصف علي دُراني ګوښه کېدل او د زلمي خلیلزاد غبرګون

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) پاکستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی آصف علي درانی له دندې ګوښه کړ.

ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې،پاکستان نوموړی د افغانستان په اړه د اسلام اباد له سیاست سره د اختلاف په غبرګون کې له دندې ګوښه کړ.

د دې راپور پر اساس نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ له دندې ګوښه شوی دی.

دراني د ۲۰۲۳ کال د می په میاشت کې  د افغانستان د ځانګړي استازي په حیث وټاکل شو چې وکولی شي د اسلام اباد او کابل ترمنځ روان کړکیچ حل کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي له امله کړکیچنې شوي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې سازماندهي کېږي خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي او وایي افغانستان د پاکستان د نا امنۍ مسوول نه دی.

په ورته مهال د افغان سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د پوښتنې په توګه لیکلي چې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني له دندې د ګوښه کېدو لامل څه دی؟

خلیلزاد زیاته کړې چې لا په ډاګه نه ده چې نوموړی به د جنرال عاصم منیر له کومې سرې کرښې تېر شوی وي.

خو ډان ورځپاڼې بیا لیکلي چې چې آصف علي درانی پر افغان کډوالو د ویزې لازمي کېدو پلوی وو او په ډله ییز ډول له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ویستلو مخالف وو.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې درانی په دې باور وو چې پاکستان باید د تروریزم برخه کې خپله ستونزه په خپله خاوره کې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب