Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد منځني آسیا هېوادونو سره د افغانستان ۶۸۴ ملیونه ډالره سوداګري

د منځني آسیا هېوادونو سره د افغانستان ۶۸۴ ملیونه ډالره سوداګري

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې له منځۍ آسیا هېوادونو سره د ۶۸۴ ملیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، په یاده اندازه سوداګرۍ کې صادرات او واردات دواړه ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا په دې شمېره کې ۶۰ ملیونه  صادرات ترسره  او ۶۲۴ ملیونه یې واردات دي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د منځني آسیا له هېوادونو سره شوې دي.

د کرنیزو پوهانو په باور افغانستان یو کرنیز هیواد دی او ډېری صادراتي توکي یې کرنیز محصولات دي.

دوی وایي که د افغانستان صنعتي تولیداتو ته بازار موندنه زیاته شي نو د وارداتو په نسبت به د صادراتو کچه ډېره شي هغه څه چې اقتصاد پوهان یې د هېواد لپاره ګټور بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې کابو ۱۰ ملیارده ډالره راکړه ورکړه لري چې له دې ډلې یې ۲ ملیارده ډالره صادرات او ۸ ملیارده ډالر یې واردات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...