پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسرپل کې د خلکو د ناسم فکر سزا «ونې» ته ورکړل شوه

سرپل کې د خلکو د ناسم فکر سزا «ونې» ته ورکړل شوه

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) په سرپل ولایت کې یوه ونه چې خلکو ترې زیارت جوړ کړی وو او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې له دې ونې کوله له بېخه وایستل شوه.

په یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعرفو اونهی عن المنکر ریاست ویلي، چې دا ونه د شرک او بدعت په مرکز بدله شوې وه.

دوی وایي د همدې لپاره یې دا ونه له بېخه وایسته.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د یا ولایت طالب چارواکو له قوله لیکي چې ځینو خلکو به په دې ونه کې د مېخ ټک وهلو د ستونزو حل او ناروغیو د درملنې غوښتنه ترې کوله.

سرچینه وایي چې دا چاره د شریعت خلاف عمل دی نو ځکه یې دوی مخه ونیوله.

خو بل لورته بیا هغه افغانان چې د زده کړو په ګاڼه سمبال دي دا چاره د پوهې د کچې ټیټوالی بولي.

دوی وایي په ولایتونو کې دا ډول حرکات او خرافات یواځې د هغو ښځو له لوري ترسره کېږي چې له زده کړو لرې ساتل شوې دي او هیله مندي ښيي چې طالبان به د دې ترڅنګ نور د ښځینه وو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.

د پوهنتون استاد میاخېل هم د دا ډول خرافاتو پالنه د تعلیم د کچې ټیټوالی یادوي چې په خبره یې ډېر هغه نارینه او ښځینه یې پالي کوم چې له دیني او عصري زده کړو ناخبره دي.

دی یې حل لاره پر ښځو او نارینه وو د عصري او دیني زده کړو یادول ښيي چې ورسره به خلک پوه او بیا به د اسلام او ټولنې خلاف حرکت ونه کړي خو په خبره یې که د زده کړو پرمخ دروازې همداسې بندې وي نو ښايي وضعیت تر دې هم بد شي.

1 COMMENT

  1. زمونږه په کلی کی چی کله اسلامی حمارت کامیاب شو نو لس ورځی ورسته د حضراتو د حزیری ټول بیرغونه نوی شوم او د یوه لوی قبر ډبره هم تبدیله شوه. مهمه دا چی د قبر لاندنی حصه کی یو کوچنی ځای پریښودل شو در څو ښځی خپل ماشومان راوړی او له هغه ځایه ورته د قبر لږ خاوزه خوله کی ورکړل شی نو بیا به دا ماشوم له مریضی څخه چپ وی. زمونږه د کلی ډیری ماشومانو د دی زیارت خاوری خوړلی دی په ماشوم توب کی خوړلی. الله دی مونږه ته عفو وکړی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب