Homeخبرونهد ولسي اعتراضونو پايله ؛ پاکستان ته د صادریدونکو سکرو بیه له...

د ولسي اعتراضونو پايله ؛ پاکستان ته د صادریدونکو سکرو بیه له دوه برابره هم لوړه شوه

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏‏د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ چې سر له نن څخه د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته پورته شوه او صادرېدونکي سکاره به د ۲۰۰ ډالرو د نرخ له درکه محصول کیږي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل ويلي ، چې ياده پرېکړه سر له ننه عملي کیږي.

طالبانو دا پریکړه په داسې حال کې وکړه، چې له پرون راهيسې زرګونو افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو د ارزانه صادراتو په اړه توند غبرګونونه وښودل.

  د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون له خپلې کابینې وغوښتل، چې د افغانستان سکاره دې په پاکستاني روپیو وپېري، څو له یوې خوا ډالر په پاکستان کې پاتې شي او له بلې خوا د پاکستاني روپیو ارزښت لوړ شي.

له دې څرګندونو وروسته په پراخه کچه پر طالب چارواکو ولسي فشارونه واچول شول.

په ټولنيزو رسنيو کې ډېرو بهر مېشتو افغان منتقدینو ویلي ، چې طالبان په ارزانه توګه پاکستان ته له دغو صادراتو سره د افغانستان پر وړاندې ملي خيانت کوي.

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان د ډبرو د سکرو لسګونه موټرې هره ورځ پاکستان ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر لا هم شکايت کوي چې د دوی مالونه، تازه ميوې او نور سوداګريز توکي پاکستان ته نه پريښودل کيږي.

د يادونې وړ ده ، چې د طالبانو له تازه پریکړې بیرته خلکو پراخ هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...