تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه ) د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د پنجشېر مقاومت ډلې په یوه مفصله اعلامیه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په نوم د طالبانو کيدونکې سبانۍ غونډه رد او وغندله.
د یادې ډلې علماوو کمېټې د یو شمېر اسلامي روايتونو په استناد دغې غونډې ته توند غبرګون ښودلی.
سرچېنې ویلي ، چې په دې غونډه کې طالبان د دوی د امیرالمؤمنین په نوم له یوه مجهول الهویته کس سره د غونډې له ګډونوالو، چې تقريبا ټول طالبان او د هغوی نفوذیان دي ، بیعت تر لاسه کول غواړي.
د پنجشېر مقاومت ډلې طالبانو په صحرايي محکمو او د بې ګناه خلکو په وژلو ، د خلکو پر مال او ځان په تېري کولو ، استبداد ، د مسلمانانو په تکفیرولو، ظلم ، قومي تفرقې او د زده کړو او نورو اساسي حقونو څخه د خلکو په محرومولو تورن کړي دي.
ياده ډله طالبان « خوارج» ګڼلي او ویلي ، چې دوی به د سبانۍ غونډې په ترسره کولو د مشروعيت موندلو په هڅه کامیابه نه شي.
طالبانو د خپلې دغې غونډې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د يادې غونډې په اړه عامو افغانانو هم په مختلفو بڼو منفي غبرګونونه ښودلي او طالبان یې د دې غونډې له انحصار او محدودولو سره د افغانستان د قضيې د حل لپاره د ممکنه فرصتونو په ضايع کولو تورن کړي دي.