یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا له افغان زلزله ځپلیو سره ۵۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا له افغان زلزله ځپلیو سره ۵۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند(سې شنبه، د سرطان ۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن وویل، متحد ایالتونه به د افغانستان د تېرې اوونۍ له زلزله ځپلیو سر ه د مرستې لپاره نژدې ۵۵ میلیون ډالره نوره بشري مرسته وکړي.

انتوني بلینکن وویل، په دې نوې مرستې به د زلزلې د اغېزمن شویو کسانو لپاره د پخلي وسایل، د اوبو لوښي، کمپلې، جامې او نور ضروري شیان رانیول شي.

د پکتیکا او خوست ولایتونو د تېرې اوونۍ (د جون ۲۲/ د سرطان لومړۍ) د سختې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه، تر ۳ زره ډېر ژوبل او ۱۰ زره کورونه ویجاړ شول. د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ و.

له دې تازه اعلان کړې مرستې سره د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته له افغانستان سره د امریکا مرستې ۷۷۴ میلیون ډالرو ته ورسېدې.

د افغانستان د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره له امریکا وروسته چین ډېره مرسته اعلان کړې چې ارزښت یې ۷ نیم میلیون ډالرو ته رسېږي.

ایران، پاکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، تایوان، جنوبي کوریا، جاپان او یو شمېر نورو هیوادونو هم مرستې اعلان کړي خو راپورونه وايي چې د زلزله ځپلیو اړتیا تر دې ډېره ده چې څومره مرسته ورسره شوې ده.

ملګروملتو ویلي چې زلزله ځپلې افغانان تر سل میلیون ډالرو زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب