سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د افغان ډبرو سکرو بې تدبيره صادراتو په پراخه کچه...

پاکستان ته د افغان ډبرو سکرو بې تدبيره صادراتو په پراخه کچه توند غبرګونونه راوپارول

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏ ‏تر هغې وروسته ، چې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د بېسارو صادراتو خبر ورکړل شو ، افغان فعالانو په دې اړه توند غبرګونونه وښودل.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د دفتر په ټويټر پاڼه کې راغلي: « که له افغانستان څخه د سکرو واردول همداسې دوام ولري، نو پاکستان به په کال کې تقريبآ ۲ ميليارد ډالرو په ارزښت بچت/ يا په بل عبارت ګټه کړې وي، او د انرژۍ اړتيا به په ډېره ارزانه بيه پوره کړي.»

له دې کبله د طالبانو چارواکو ته خلکو توند غبرګونونه ښودلي او ویلي ، چې په دې کار د افغانستان سره ملي خيانت کوي.

افغان دیني عالم او سیاسي فعال مولانا رحمت الله اندړ په دې اړه لیکلي:« ‏تاسې غوسه ياست چې د ډبرو سکاره په ارزانه پنجاب ته روان دي.پنجاب دا شل کاله د طالبانو د ملاتړ له امله هره سپکه د همدې ورځې لپاره په ځان منله چې افغانستان وزبېښي.»

د افغانستان مشهور ژورناليست او لیکوال ډاکټر داوود جنبش په دې اړه لیکلي:« ‏طالبان باید ددې ځواب ووایي چې د افغانستان ډبرسکاره یې ولې پاکستان ته د ډالرو پرځای د هغه هېواد په بې ارزښنه شویو روپیو قرارداد کړي دي.دا معامله دومره د پاکستان په ګټه ده چې صدراعظم یې ورته څڼې غورځوي. د افغانستان طبیعي زېرمې د افغان ولس مال او پر پاکستان حرام دی.»

د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د افغانستان د ډبرو د سکرو لسګونه موټرې هره ورځ پاکستان ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر لا هم شکايت کوي چې د دوی مالونه، تازه ميوې او نور سوداګريز توکي پاکستان ته نه پريښودل کيږي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی هره اونۍ د کانونو او پټرولیم وزارت د عوايدو لوړ شوي ارقام خپروي او د عوايدو زياتوالی خپله لاسته راوړنه ګڼي.

د طالبانو منتقدین بيا دوی تورنوي ، چې د افغانستان پر کانونو او نورو شتمنيو يې چور لګولی او هر ډول قیمتي او ملي شتمنۍ په نېمه بيه د خپلو شخصي جیبونو او پاکستاني ګټو لپاره لیلاموي او قاچاقوي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. ملا ډالر اخوند خپله ډالر ټولوی خو بیت المال ته کلداری؛حال دا چې ټول واردات په ډالرو ترسره کیږی ۰فاعتبروا یا اولی الابصارـ افلا تعقلون

  2. د اندړ صیب په خبره پنجاب د همدی ورځی په خاطر پر طالبانو مصرف کاوه، البته دا هغه د چا خبره د غوا یو بڅرکی یا غدود ده چی په تصادفی ډول د پاکستان د صدراعظم لخواه بربنډ شو، پاکستان د طالبانو پدی لسو میاشتو واک کی د سلهاو پوځی ګاډو او نور نظامی تجهیزاتو نه نیولی تر ځمکني زیرمو لکه یاقوت زمرد ، همدا رنګه هره ورځ لسګونه لاری بیرایت له ڼګرهار نه پاکستان ته انتقالیږی ، د دی علاوه هره ورځ د نورستان، کنر او پکتیا د ځنګلونو نه په لس هاو په چارتراشی او لرګی بار موټر پنجاب خواته روان دي، په داسی حال کی چی زموږ دښتونه ټول شاړی او بی اوبو پراته دي زموږ د هیواد په اوبو د پنجاب دښتی زرغونیږي .
    زموږ د هیواد دا ټولی زیرمی چی د دی مظلوم او په نس وږی په تن لوڅ ولس شتمني ده په داسی حال کی ورباندی د پنجاب لخواه چور اوتالا روان ده چی طالبان ادعا لري چی هیواد یی د پردو د زبيښاد آزاد کړی، مګر زبيښاد تور وي که سپېن ؟ دا څنګه آزادی ده – چی ټول ، واک د پنجابی ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب