جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قبايلو وزارت پخوانی مرستیال آصف ننګ هم هېواد ته ستون شو

د قبايلو وزارت پخوانی مرستیال آصف ننګ هم هېواد ته ستون شو

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏ ‏له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون وايي، چې نن ېې د هڅو په پایله کې د قبايلو چارو وزارت پخوانی مرستیال محمد آصف ننګ، هېواد ته بېرته راستون شو.

ښاغلی ننګ د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزارت مرستيال او د ولسمشر غني په دوره کې د فراه او لغمان ولايتونو والي او په وروستيو کې د قبايلو وزارت مرستيال پاتې شوی و.

آصف ننګ د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ترکيې ته تللی و او له هغه ځايه یې په رسنيزو بحثونو کې ګډون کاوه.

د طالبانو د اړیکو کمیسیون ویلي ، چې شاوخوا یو نیم سل افغان شخصيتونه د دوی په هڅو هېواد ته را ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې روانه اونۍ د طالبانو د علماوو غونډه په کابل کې جوړه او پر ځینو مهمو موضوعاتو پکې بحثونه وشي.

1 COMMENT

  1. همدا کوم همدا !
    اوس ددې وخت راغلی چې له کاذبو اصطلاحاتو ،القابو ، نومونو او دارودسته پخوانی ریس، والی ، مرستیال ، وزیر او امثلهم څخه تېر شو. افغان شخصیتونه که په دې عنوانو کې رابرسیره کیږی هیچاته دمنلو وړ نه دی اونه اسلامی فرهنګ کې ځای لری حتی اسلامی امارت ته شرم دی. بله موضوع داده چې په هېواد کې دننه بادانشو ،پاکو، ځوانانو ،عالمو او مدبرو کسانو غم چا خوړلی چې دوی یو ځل بیا دفساد اصلی عاملینو ته د افغان شخصیتونو امتیازاو بلنه ورکوی. رسنیو کې خو یو شمیر داسې کسان برخه اخلی چې څوک یې په وکلی کې نه پرېږدی.کمیسیون ښه دی او که بد خو کارونه یی د سیاست ،پروسې روغې او جوړجاړی برخو کې اسلامی ابعاد نه لری . وایی یو کشمش او څلویښت قلندره!ولس دا ډول زاړه خاین اوخایف ښه پېژنی همدارنګه درسنیو یو شمیر چوتار کنجاړه په خوب وینی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب