پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپکتيکا کې تازه زلزله ؛ م.م وروستيو قربانیانو ته ۱۱۰،۳ ميليونه ډالره...

پکتيکا کې تازه زلزله ؛ م.م وروستيو قربانیانو ته ۱۱۰،۳ ميليونه ډالره غوښتي

تاند( سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې نن سهار بیا د زلزلې ټکانونه احساس شوي، خو د زيانونو په اړه ېې څه نه دي ويل شوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې ادارې اوچا د افغانستان په سویل ختیځ کې د وروستیو زلزلو د قربانيانو کورنيو سره د ۱۱۰،۳ ميليونه ډالره مرستې غوښتنه کړې ده.

سرچینې ویلي ، چې وروستیو زلزلو او طبيعي پېښو پر ځاني او مالي زیانونو سربېره سلګونه کورونه ، روغتيايي مرکزونه ، ښوونځي او د اوبو رسولو سيستمونه ویجاړ کړي دي.

دغې ادارې د زلزلو د زيانمنو خلکو کچه ۳۶۲ زره تنه ښودلې او ورسره د مرستو غوښتنه ېې کړې ده.

په وروستيو زلزلو کې ، چې ډېر تلفات ېې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې وو ، تر زرو پورې کسان وژل شوي او تر يو نيم زرو پورې نور ټپيان دي.

د سره صليب نړيوالې ادارې پرون وویل، چې وروستیو زلزلو د افغانستان په سویل ختیزو سيمو کې شاوخوا ۲ زره کورونه ړنګ کړي، چې ۶۰ زره کسان ورسره په مستقيمه او ۲۰۰ زره کسان په نا مستقيمه توګه زيانمن شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، د زيانمنو شويو کسانو ۴۰ سلنه ېې ماشومان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب