Homeخبرونهد خپلمنځي نښتو دوام ؛ دا ځل نورستان کې ط- انو...

د خپلمنځي نښتو دوام ؛ دا ځل نورستان کې ط- انو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(سې شنبه ، د سرطان اوومه )‌‏‏ ‏‏‏د نورستان له واما ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې هلته د طالبانو د ځواکونو او ورڅخه د یوه ناراضه قومندان تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

ويل شوي چې نښته د ناراضه طالب قومندان مولوي جمعه ګل او وسله والو له لوري ېې پر سټاپ پوستې له برید وروسته پیل شوه.

د طالبانو ځواکونو بیرته پر خپلو پخوانيو طالب ملګرو ډزې وکړې ، چې په پايله کې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د ملا جمعه ګل په اړه ويل شوي چې د یادې پوستې قومندان و، خو د اخاذۍ په تور ګوښه شوی  چې اوس ېې طالبانو سره خپلمنځي ستونزې رامنځته شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو په اساس، په دغه خپلمنځي نښته کې یو ځايي ځوان هم وژل شوی دی.

طالبانو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د دې ډلې د خپلمنځي ناندريو په اړه راپورونه زیات شوي دي.

تازه د سرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې طالبانو د خپل یوه ياغي شوي هزاره قومندان مولوي مهدي د ځپلو لپاره عملیات وکړل چې ځایي خلکو پکې د ولسي مرګ ژوبلې او ځورونو ادعاوې وکړې.

طالبانو بیا دا ادعاوې رد او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...